افغانستان

نادر نادري: طالبان له ۹ ورځو راهیسې خبرو ته نه دي آماده شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د کابل حکومت مذاکراتي ټیم په طالبانو تور پورې کړی چې له تیرو ۹ ورځو راهیسې خبرو ته نه دي آماده شوي.

د کابل حکومت مذاکراتي ټیم ویاند نادر نادري لږه شېبه وړاندې د یو ټویټ په کولو سره ویلي، په دوحه کې ددوی د ټیم او د کابل حکومت هدف د سولې د ټینګښت او افغانانو له وژنو څخه مخنیوی کول دي.

نوموړي دغه راز په طالبانو تور پورې کړی، چې له تیرو ۹ ورځو راهیسې رسمي مجلس او بحث نه دي آماده شوي: «۹ ورځې کیږي چې مقابل لوری د جنګ د ختمیدو لپاره رسمي مجلس او بحث ته آماده نه دي.»

که څه هم طالبانو تراوسه په دې هکله څه رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تردې وړاندې طالبانو د کابل حکومت چارواکي او مذاکراتي هیئت د «بېځایه» او «جنجالي» موضوعاتو په راپورته کولو سره د وخت په ضایع کولو تورن کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx