افغانستان

د کندوز والي: خلک پر حکومت بې باوره دي او د طالبانو ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کندوز والي عبدالستار ميرزکوال وايي، خلک پر حکومت باور نه کوي او عملا د طالبانو هر ډول ملاتړ کوي.

د کندوز والي له اريانا نيوز سره په مرکه کې ويلي، له تېرو څلور مياشتو راهيسې، چې دی د والي په توګه راغلی، دې پایلې ته رسېدلی، چې خلک پر حکومت بې باوره دي او په مقابل کې يې د طالبانو ملاتړ کوي، هغوی ته ډوډۍ، شپې، پناه ځايونه او جنګيالي ورکوي.

نوموړي وړمه ورځ هم د کندوز امنيتي ستونزو په اړه يوه خبري کنفرانس ته ويلي و، چې پوځ، پوليس، ملي امنيت او حتا د معارف رياست چارواکي په شراب څښلو او نور بد اخلاقيو اخته دي او دا کارونه يې د ناامنۍ لاملونه بللي وو.

په سيمه کې د اريانا نيوز خبريال هم وايي، ډېری چارواکي د کندوز وضعيت او روانې جګړې په اړه ډېر څه نه وايي، خو والي منلې، چې دی د امنيت په راوستلو کې پاتې راغلی دی.

والي ميرزکوال وايي، حکومت نه دی توانېدلی، چې خلکو ته بشپړ خدمتونه وړاندې کړي او له همدې امله ولس د حکومت پر ځای د طالبانو ملاتړ کوي.

د کندوز ښار خلکو او د ولايتي شورا ځينو غړو هم اريانا نيوز ته ويلي، چې ښار له څلورو خواوو طالبانو کلا بند کړی او حکومت يې پر وړاندې ناکام بللی دی.

د ولايتي شورا غړي يوسف ايوبي ویلي، د کندزو ښار له څلورو خواوو محاصره دی، خو والي زياتوي، چې له طالبانو سره يې په سيمه‌ييزه کچه د اوربند لپاره خبرې پيل کړي دي.

د کندوز ولايت ډېری ولسوالۍ او د ښار شاوخوا سيمې د طالبانو په واک کې دي، له ښاره بهر په پرتو لارو پوستې لري، خلک تالاشي کوي او ولس هم خپلې قضيې او ستونزې د حکومت پر ځای طالبانو ته ور وړي.

په تېرو څو کلونو کې طالبانو دوه ځله د کندوز ولايت مرکز سقوط کړی دی او خلک داسې اندېښنې لري، که وضعيت همداسې روان وي، نو کېدای شي طالبان يو ځل بيا کندوز ښار سقوط کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

امریکا خپل انتخابی دولت څخه ناراضه دی اوس غواړی چی ددی تش په نوم حکومت ته شا کړی او طالبانو ته د حکمرانی موقع ورکړی ، امریکا ته هم پخوا او هم اوس او هم به وروسته د افغان ملت امنیت او صلحه دومره ارزش نلری او د ملت خادم حکومت طرفدار دی ، ددوحی صلحی ډرامه یوازی نمایشی دی او جوی بایدن د ترمپ څخه هم د افغانستان موضوع کښي ظالم هغه غواړی په تدریجی ډول سره افغانستان د خپلو غلامانو په کومک تجزئي ته برابرکړی ، دوکتور غنی عبث لاسونه اچوی او وائي چی د شلو کالونو راوړنه… نور لوستل »

عبدالروف

الحمدالله.

دکتور مجاهد

غروال صاحب نن خو دی تر نورو وختو ښه او اوږده تبصره لیکلی دیره برخه یی زما خوښه شوه فک رکوم چه تر دی به هم خپل اوسنی ښه فکر لا پراخه کړی رشتیا هم دا ځل د نشنلستانو وار دی احدی صاحب به چیری وی خپله کابینه به کیدی شی جوړوی اواز پری وکړه دا هیواد که افغان ملتیان جوړ نکړه نور یی نه شی جوړولی

دوکتور غروال

پروفیسور دوکتور مجاهد ، لکه چی د تقلب سره ډیره مینه لری ما لدی کبله پروفیسور لقب هم ورسره اضافه کړ ، لکه چی تاسی د هتلری نشنالستی څخه هم بی خبره یاستۍ ( دا د ټګمارو ګروپ د هتلری لار باندی رامینځ ته شوۍ دی او اوس دوی ټول د امریکا په غیږ کښی پراته او دا لار د سی آی اي قدیمی جاسوس ( د خلیلزاد ، احدی او اشرف غنی د بیروت امریکا یونیورستی کښی د جاسوسی کسب شروع کړۍ دی ، امید دی خلیلزاد دا مکروبونه طالبانو ته انتقال نکړی ! ) دی او هغه د… نور لوستل »

دوکتور غروال

پروفیسور دوکتور مجاهد ، افغانستان کښی رنګا رنګ قومونه استوګنه لری او ټولو قومونو په اتحاد سره همیش د افغانستان خواری او استقلال لپاره په اتحاد سره قربانی ورکړی او ورکوی ئی ، د هتلری انارشی خونخواره رژیم په ملیونو خلک په قتل رسولی او پاتی ئي د تامی بدبختی سره مخامخ کړۍ وواو د هتلری شرائيط اوس په افغانستان کښی روان دی ، دا سلسله د کمونیستانو څخه شروع او تش په نامه مذهبی ډلو دی جنایت ته دوام ورکړۍ دی او راتلوونکۍ ختم ددی جنایتونو معلوم ندی داځکه چی هم کمونیستان او هم تش په نامه مذهبیان اوس… نور لوستل »

pattang

دوکتوران په طاقت د 2 ، دواړه پخوانۍ تجربي تکراروي او د بازار له رنډۍ څخه ناڅونالست مسلمان پشتون جوړوي! خو تیر تاریخ او اوسنی حالت هیروي ،افسوس پردې اکادمیک تیتل دی چې هر بزګر ته ورکول کیږي !!

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x