افغانستان

د فراه په بازار د دولتي عسکرو برید کې خلکو ځاني او ګڼ مالي زیانونه اووښتي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): پر ولسي خلکو او عامه ځایونو د بریدونو په لړ کې دولتي عسکرو تیره ورځ د فراه ولایت په فراه رود بازار برید کې یو ملکي وګړی په «شهادت» رسولی او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، پرون د دوشنبې په ورځ ماسپښین دولتي عسکرو د فراه رود ولسوالۍ بازار او څېرمه سیمو باندې د توپونو او درنو وسلو ډزې وکړې، خلک چې کله د ځان ساتلو په موخه له بازاره وتښتېدل، دولتي عسکر بازار ته ننوتل، د بازار ګڼ پلورنځي ولوټل او بازار ته څېرمه د قاضي آباد کلي یو شمېر کورونه یې په بمونو والوزول.

په دغه مهال دولتي عسکرو له سیمې څخه په تېښته یو لاروی ملکي کس په ډزو «شهید» کړی، د خلکو ۲ عرادې شخصي موټرونه یې سوځولي او خلکو ته یې بې شمېره مالي زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې هم دولتي عسکرو د فراه رود په بازار د توپچي بریدونو پرمهال یوه میرمن «شهیده» کړې وه او ۶ تنه نور ملکیان یې ټپيان کړي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په ملکي خلکو ډزې کوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې  وړاندې هم د دولتي عسکرو  په توپچي او هوايي بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x