
قریشي د «سرحدي بازارونو» جوړېدو په اړه له اتمر سره غږېدلی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وایي، د کابل حکومت د بهرنیو چارو له وزیر «حنیف اتمر» سره یې تلیفوني خبرې کړې دي او د دوه اړخیزو اړیکو د غښتلتیا په موخه د جوړېدونکو سرحدي بازارونو په اړه ورسره غږېدلی.
قریشي پر ټویټر لیکلي، چې د عمران خان په هدایت له اتمر سره وغږېد او د سرحدي بازارونو او مارکېټونو د جوړېدو په اړه یې ورسره خبرې وکړې، چې دده په خبره، دا کار به د دوو اړخیزو سوداګریزو اړیکو په غښتلتیا کې مهم رول ولوبوي.
د قریشي له قوله، هیواد یې له افغان لوري سره په ګډه په افغانستان او سیمه کې د ثبات او سولې د تامین لپاره هڅې کوي.
حکومت که څه هم تر دې دمه ددې بازارونو په اړه چې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې جوړېږي، چوپه خوله دی؛ خو تیره میاشت د کابل حکومت د سوداګرۍ او صنعت د وزیر په مشرۍ اسلام اباد ته د افغان پلاوي د سفر پر مهال هم پاکستاني لوري د «سرحدي بازارونو» د جوړېدو موضوع مطرح کړې وه.
دغه بازارونه پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار «چې حکومت یې له پاکستاني لوري سره په معامله تورنېږي» له لګولو سره جوخت جوړېږي.