افغانستانسولې اړوند خبرونه

بهرنیو چارو وزارت: ایران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه خبر راکړل شوی و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس او سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» په مشرۍ د طالبانو لوړ پوړی پلاوی د ایران په رسمي بلنه یاد هیواد ته تللی؛ د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، ددې سفر په اړه ددوی نظر غوښتل شوی  او خبر ورکړل شوی و.

نن سهار د طالبانو یو لوړپوړوی پلاوی د افغان سولې، د سیمې د وضعیت او ایران کې د مېشتو کډوالو د ستونزو د بحث په موخه تهران ته ورسېد او تمه کېږي، چې هلته به د ایران د بهرنیو چارو له وزیر «جواد ظریف» او نورو  لوړ پوړو چارواکو سره وویني.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ایران به له طالبانو سره د خپل نظر د څرګندولو تر څنګ د جمهوریت په چوکاټ کې د سولې هوکړې ته د رسېدو او د اساسي قانون په ګډون د ټولو ارزښتونو او لاسته راوړنو د ساتلو په اړه د سیمه ییزې اجماع له نظر څخه طالبان اګاه کړي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، ایراني لوری به د اوربند د ټینګښت په اړه طالبانو ته خپل پيغام ورسوي.

تهران ته د طالبانو د پلاوي سفر داسې مهال دی، چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پیل شوی دی.

ورته مهال د کابل حکومت مذاکراتي ټيم وایي، په دوحه کې له تېرو نهه ورځو راپدېخوا طالبانو ورسره نه دي لیدلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر

شكاري خو دا چي امريكانو ورته اطمئنان ورنكړۍ شوو او اوس د روافضو نه تقاضاوې کوې چه کومکې شۍ ورته
دا کوم اسلام٫اېمان او بېا حنفېت دې چه اوس مو لاهم اېمان باقې پاتي وى

Karwan

عمر جانه،
عقل دتر پښو لاندي دي!
طالبان به ټولي نړي ته سفر کوي او خپل نظر به هغوي ته روښانه کوي او دهر هيواد سره به خپله ديپلوماسي ساتي او دخپلو فيصلو نه به هيچاته نير نشي. اول په سياست او خبره ځان پوه کړه او بيا ليکنه کوه. کاروان

طوطی

څو ورځی مخلکی طالب مشر له چینه د کومک غوښتنه وکړه اوس یی ایران منډه وکړه، ښه پاکستان سیاست. پر پاکستان هم چی فشار راشی بیا عمران خان چین ته یوه منډه کوی او کله هم د روسانو عسکرو اجازه ورکړی چی د سیند په اوبو کی تمرینات وکړی. تر څو به دا بیځایه منډی او وطن ویجاړه ول وی د آی اس آی د خوشحاله ساتلو لپاره.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x