شعـــــرونه

ژونده! پۀ ساده، ساده خبرو مې برباد کړلې/ عمر انداز

عمر انداز

ژونده! پۀ ساده، ساده خبرو مې برباد کړلې
روحه! پۀ رباب او پۀ سندرو مې برباد کړلې

ځانه! تانه هم بښنه ډیره، ډیره غواړمه
ځانه! د غمونو پۀ لښکرو مې برباد کړلې

خوښ يې؟ چې له شوره او له زوره غورځیدلی یم؟
تۀ بۀ وایې: څۀ پۀ خوږو غَوَرو مې برباد کړلې

عِشقه! تۀ سپیڅلی یې، خبره پۀ مطلب کې ده
عِشقه! پۀ مماڼو او ګورګورو مې برباد کړلې

دا خلک پۀ یو انداز هم یو بل ته تیریږي نه
وخته! څه پۀ لرو او پۀ برو مې برباد کړلې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x