افغانستان

کندهار کې د کمانډو عسکرو په عملیاتي کاروان د موټربم چاودنې تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د کمانډو عسکرو په عملیاتي کاروان موټربم چاودنه کې ویل کیږي، چې یادو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اووښتې ده.

سیمه ییزې سرچینې وايي، دولتي الوتکو نن د سه شنبې په ورځ د ارغنداب ولسوالۍ په «ناګهان» سیمه کې د طالبانو پرضد د عملیاتو پیلولو لپاره لسګونه کمانډو عسکر په دوه ملکی سرایونو کې ډیسانټ کړل، چې پر یوه سرای د طالبانو لخوا د موټربم درنه چاودنه ترسره شوه.

سرچینه زیاتوي، په دغه موټربم چاودنه کې په نښه شوی سرای(کلا) په ټولیزه توګه ویجاړه شوې او په ترڅ کې یې ۴ کمانډو عسکر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره په دوهم سرای کې هم ګڼ شمېر کمانډو عسکر طالبانو محاصره کړي او دا مهال د سیمې فضاء چورلکو، جنګي او ډرون الوتکو نیولې ده.

له بل پلوه د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان د اغنداب ولسونو ته خبرداری ورکړی، چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي، ځکه په خبره یې دولتي عسکر غواړي په طالبانو پراخ بریدونه ترسره کړي.

په ورته مهال د سیمې خلک د جګړې له دواړو خواوو غوښتنه کوي چې د جګړې پروخت د ملکيانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

باید وویل شي چې دوه اونۍ وړاندې(۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل) هم دولتي عسکرو د ارغنداب ولسوالۍ په «ناګهان» سیمه کې د ملکي خلکو پرضد هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي شهیدان کړي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په ملکي خلکو ډزې کوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې  وړاندې هم د دولتي عسکرو  په توپچي او هوايي بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

آفرین دی ته وایی جهاد او آی اس آی ته خدمت کول. مشران مو کله له چین نه د مرستی درخواست کوی او اوس خو هغه ایرانیانو ته ورغلی. لکه اوبو وړلی هری خواته لاسونه اچوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x