ورزش

افغانستان له ايرلينډ څخه د درې يو ورځنيو لړۍ په ۳-۰ وګټله

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ايرلينډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو د درې يو ورځنيو لړۍ په ۳-۰ وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په دريمه لوبه کې افغان لوبډله وتوانېدله د ۲۶۷ منډو هدف دفاع وکړي او د ۳۶ منډو په توپير يې بريا خپله کړه.

دا په داسې حال کې چې افغان لوبډلې په لومړۍ او دوهمه لوبه کې هم ايرلينډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د ايرلينډ لوبډلې له لوري پال سټرلينګ په دوهم او دريمه لوبه کې په زړه پورې سليزې ووهلې خو لوبډلې ته يې بريا ورنشوه کړای، نوموړی د يادې لړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په ياده لوبلړۍ کې د افغانستان له لوري رحمان الله ګربز ۱۸۰ ډيرې منډې وکړې، دغه راز رحمت شاه ۱۰۸ او راشد خان ۱۰۳ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې د لړۍ تر ټولو زياتې منډې جوړونکی لوبغاړی د ایرلينډ پال سټرلينګ دی چې د دوه سليزو په مرسته يې  ۲۸۵ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونکو کې نوين الحق ۸، راشد خان او مجيب الرحمن ۷-۷ ويکټې واخيستې. راشد خان د وروستۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دريمه لوبه کې ايرلينډ پچه وګټله خو افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې پريکړه وکړه، افغان لوبډلې په لومړيو کې چټکې ويکټې له لاسه ورکړې، خو محمد نبي، اصغر افغان، ګلبدين نائب او په وروستيو کې د راشد خان جالبې توپ وهنې ايرلينډ ته په ټاکلو اورونو کې ۲۶۷ منډې هدف وټاکه.

په ځواب کې پال سټرلينګ په زړه پورې توپ وهنه پېل کړه خو هيڅ لوبغاړی ونه توانېد له نوموړي سره بشپړه ملګرتيا وکړي چې په پای کې يې په ۴۷م اورکې د ۲۳۰ منډو په جوړولو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۳۶ منډو په توپير يې ماتې ومنله.

په توپ اچونه کې راشد خان ۴، مجيب الرحمن ۳، ګلبدين نائب او نوين الحق يوه-يوه ويکټه واخيسته.

په يادې لوبلړۍ ګټلو سره افغان لوبډلې د کرکټ نړيوالې شورا په سوپر ليګ کې ۳۰ پواينټونه ترلاسه کړل او څلورم مقام ته پورته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x