شعـــــرونه

د غزې وير ‎- نظام كندهارى‎

پر فلسطين د سرو سکروټو بارانونه اوري 
د مردود قوم په لاس له هر خوا پرې بمونه اوري 
 
هلته په وينو کي لت پت پراته نازک ګلونه 
په بې رحمۍ پرې له آسمانه راکټونه اوري 
 
موږ هم دا ستا په درد دردمند يو غزې ! ځکه ژاړو 
که ته غمجنه يې پر موږ دي هم غمونه اوري 
 
ستا فريادونه ستا دردونه ستا زخمونه وينم 
ځکه تر سترګو مي د اوښکو قطارونه اوري 
 
هغه چي تا کړوي هغه مونږه هم زوروي 
بس مسلسل يې پر موږ باندي هم ظلمونه اوري 
 
خو که د خدای خوښه وه موږ به هم شکست ورکوو 
بيا به يو ورځ د دوی پر کور هم ماتمونه اوري 
 
غزې که تاته لاس رسی مي ناممکنه ښکاري 
زما او ستا پر دښمن دلته کلک وارونه اوري 
 
هغه چي چيغي د بشر او د حقوقو وهي 
هغه نن څه شول پر بشر خو نن اورونه اوري ؟ 
 
ولا چي سخته مي ګيله د دې عربو کيږي 
چوپه خوله ناست پر فلسطين يې وحشتونه اوري 
 
په سخته ورځ چي دي نظامه په ښه نه درغلی 
پر داسي ورور دي د خدای قهر غذابونه اوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x