
د کندز د ولایتي شورا مرستیال د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کندز ولایت د ولایتي شورا مرستیال «صفی الله امیري» چې نن سهار په یوه بمي چاودنه کې ټپي شوی و، د سخټو ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړه.
د صفی الله امیري موټر نن سهار د کندز ولایت په مرکز کې د یوې چاودنې ښکار شو، چې له امله یې دی او دده دوه ساتونکي ټپيان شول.
د کندز د ولایتي شورا چارواکو تر پېښې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې چاودېدونکي توکې د یوه حمام مخې ته په ولاړ بایسکل باندې ځای پر ځای شوي و، چې د امیري د موټر له ور رسېدو سره سم ورته انفجار ورکړل شوی.
تر دې دمه د امیري د وژل کېدو مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.