شعـــــرونه

د مرحوم مطمئن ياد/ چنار ټکور

چنار ټکور

په وطن پسې یې ساندي اسوېلۍ دي
روح سپاري د مسافر طالب سلګۍ دي

د وخت جبر یې په خوله دی لاس نیولی
څو خبرې یې په ستوني کې زندۍ دي

ستا له وچو شونډو زار شم مهاجره
څه اهونه دي په زړه دلۍ دلۍ دي

سپینې لېڅې دې په خاورو کې پرتې دي
راخلاص کړي دي چا ولونه د پګړۍ دي

ته د چا په ډاډاینه (مطمین) وې؟
په سینه دې چا وهلې ګل مېخۍ دي؟

د ملګرو زخمي زړونه پرې ټکور دي
کتابونو کې دي کرښې لا ژوندۍ دي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x