افغانستانسولې اړوند خبرونه

د ایران سفیر: افغان سوله باید د یو شمېر هیوادونو له انحصاره وایستل شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی د ایران په بلنه تهران ته رسېدلی؛ په کابل کې د ایران سفارت وایي،افغان سوله یو شمېر هیوادونو ګرو کړې، چې باید له دې انحصاره وایستل شي.

په کابل کې د ایران سفیر «بهادر امینان» له طلوع نیوز سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې هغه شرایط چې د دوحې خبرې ورباندې روانې دي؛ ښه شرایط نه دي ا و دده له قوله، د افغان ولس ګټې پکې تامین کېدلای نه شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د طالبانو پلاوی تهران ته تللی او ایراني لوری به هڅه وکړي بین الافغاني مذاکرات د یو شمېر هیوادونو له انحصاره وباسي.

د امینان په خبره «طالبان د افغانستان یو واقعیت دی، چې باید د افغانستان په اوسني نظام کې ورګډ شي.زموږ بشپړه هڅه دا ده چې بین الافغاني مذاکرات د یو شمېر هیوادونو له زندانه وباسو او واقعي جوړښت ته ور وګرځي.دغه مذاکرات چې اوس په دوحه کې روان دي زما په فکر شرایط یې د افغانستان د خلکو ګټې نه تامینوي.»

د ایران د سفیر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو د سیاسي دفتر څخه یو لوړپوړی پلاوی د یاد دفتر د رییس او د طالبانو د سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» په مشرۍ ایران ته رسېدلی او هلته به د یاد هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون له مختلفو چارواکو سره لیدنې ولري.

طالبان وایي، په دې لیدنو کې به د افغان سولې د خبرو، د سیمې د وضعیت او په ایران کې د افغان کاریګرو د ستونزو په اړه بحثونه ولري.

ورته مهال په دوحه کې که څه هم د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شوی دی؛ خو د کابل مذاکراتي ټيم ادعا لري، چې د طالبانو مرکچي پلاوي له تېرو نهه ورځو راپدېخوا ورسره نه دي لیدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

ددوی دی خبری چه طالبان باید حکومت ته ورګډ سی زماپه نظردنظراړول دی یادافغانستان له کامیابۍ بیریږی دوی (ایران )توده چه زموږ دغنی دحکومت همفکره کمونسټان وو څنګه دمنځه یووړه اوس به یوکمونسټۍ په تمام ایران کی پیدانکی چه افغانان هم دغسی لکه دوی چه ددی کافرانوریښی ونه کاږی هیڅکله به افغانستان نسی پرآرامه اوس یی دشکست وخت نژدی سوۍ دۍ خوطالبان باید افغانی مسلمان عالمان دځان ملګری کی دطالبانوترشا نوردافغانستان دښمنان هدایت پرمادی چه دنورو افغانی پوهانووملګرۍ ته یی نه پریږدی .عبدالواحد اڅګزۍ

طوطی

عبدالواحد ته: دا لار چی طالبانو نیولی دا هم په ولاکه کومه اسلامی لار وی. دوی خو ټول وژنی هر څه چی په مخ ورشی وژنی یی څومره معلمان، استادان، د مسجد ملایان، انجنییران دوی ووژل او اوس یی هم درګده وژنی. ځانوژنه خو یی پریږده چی د یوه کس لپاره په لسګونو نور شهیدان کوی. ایرانیانو چی خپل انقلاب سرته ورساوه هغوی پوه کسان درلودل په طالبانو کی چیری پوه کسان شته. ایرانی عالم هم ملا دی هم انجنییر او مهندس راشه زمونږه ملایان وګوره ###

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x