روغتیا

اروپایي ټولنه افغانستان سره د کرونا مبارزې لپاره ۳۵ ملیونه یورو مرسته کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): اروپایي ټولنې اعلان کړی چې له کرونا ویروس سره د مبارزې، ټولنیزو او اقتصادي اغیزې کمولو په موخه له افغانستان سره د ۳۵ ملیونه یورو مرسته کوي.

افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ په یوې اعلامیې خپرولو سره ویلي، د کرونا ویروس له پېله تر اوسه افغانستان سره ددغه بنسټ مرستې ۱۴۷ ملیونو ته رسیږي.

دغه مالي مرسته به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیايي خدماتو بهیر لا پیاوړی کړي او په دې توګه به هڅه وشي څو په افغانستان کې د کووید-۱۹ ویروس د خپرېدو کچه پڅه شي او د تقاضا د زیاتوالي په صورت کې به خلکو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.

سرچینې زیاتوي، دغه ۳۵ ملیونه یورو مرسته د نړیوال روغتیا سازمان، یونیسیف او اغاخان بنسټ درېیو پروژو له لارې افغانستان کې د روغتیایي سیستمونو د پرمختګ په موخه ترسره کیږي.

اروپایي ټولنې په دغې اعلامیه کې ویلي، کرونا ویروس د افغانستان وضعیت لا ترینګلی کړی، پراخې بېکارۍ او پر وارداتو محدودیتونو په افغانستان کې غذایي نا امني ډیره کړې ده، چې په یادو مرستو او ملاتړ به ۳۰۰ زره ماشومان او میندې د خوراکي توکو خدمتونه ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې چې د افغانستان په پلازمینه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کرونا ویروس لپاره په ځانګړو شویو پيسو کې ۹۰ سلنه فساد شوی دی.

باید وویل شي چې له دې وړاندې د ۲۰۲۰م کال په اپریل میاشت کې نړیوال بانک له افغانستان سره د کرونا مبارزې په لړ کې سل ملیونه او د دیسمبر میاشت کې ۸۵ ملیونه ډالره مرسته تصویب کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx