روغتیا

روغتیا وزارت: راتلونکو لسو ورځو کې به د کرونا هندي واکسین افغانستان ته ورسیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې له یوه هندي شرکت سره یې د ۵۰۰ زره ډوزه کرونا واکسینو توافق لاسلیک کړی او په راتلونکو لسو ورځو کې به هېواد ته راورسیږي.

روغتیا وزارت زیاتوي، د کرونا پر ضد هندي واکسین (کوواکسین COVAXIN) اوسمهال د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د تایید په تمه دي چې افغانستان ته راوړل شي، او ۲۵۰ زره کسانو ته ورکړل شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح د سه شنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د هېواد ۶۰ سلنه نفوس ته د کرونا واکسین چمتو کوي، او تر راتلونکو شپږو میاشتو به د ۲۰ سلنه نفوس ته د کرونا واکسین ورسوي.

نوموړي زیاته کړې، ځینې هېوادونو او سازمانونو د کرونا ضد واکسینو په برخه کې افغانستان سره د ۱۱۲ ملیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده، وحید مجروح زیاتوي، د ۲۰ سلنه نور نفوس لپاره هم ۶۰ میلیونه ډالر نړیوال بانک او د ۵۰ میلیونه نورو ډالرو مرستې ژمنه د اسیا پراختیایي بانک کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د وینا له مخې، په لومړي ګام کې به روغتیایي کارکوونکي، د لوړ عمر کسان او هغه کسان چې زیات زیان منونکي دي واکسین شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې په ورځ کابل کې د اروپایي ټولنې استازولۍ اعلان کړی چې له کرونا ویروس سره د مبارزې او د هغه د ټولنیزو او اقتصادي اغېزو د راټیټوالي لپاره، له افغانستان سره د ۳۵ میلیونو یورو مرسته کوي.

په افغانستان کې که څه هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې صفر ته نه دي ټيټې شوي خو د روغتیا وزارت وایي چې د ویروس خپروالي کچه له ۱۰۰ سلنې ۳۳ سلنې ته راټيټه شوې او د صفر ته یې د راټیټېدو هڅه کوي.

د هند له لوري د کرونا پر وړاندې چمتو شوي واکسین د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته رسېدلي دي، یوازې په هند کې له ۲ ملیونو زیات کسان واکسین شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x