افغانستان

د افغانستان د مرکزي بانک عواید په بې ساري ډول ټيټ شوي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د مرکزي بانک مسؤلین وایي، په تېر مالي کال کې ددې بانک عایدات اته ویشت میلیارده افغانۍ را ټيټ شوي دي.

د یاد بانک مسئولین چې په کابل کې يې «ملت ته د حساب ورکونې پروګرام» په ناسته کې خبرې کولې وویل، چې تر دې وړاندې د افغانستان د مرکزي بانک عایدات ۲۹ میلیارده افغانۍ وو؛ خو تېر کال په بې ساري ډول راټيټ شول او اوس یوازې ۹۰۰ میلیونه افغانۍ پاتې دي.

د مرکزي بانک د بازار عملیاتي آمر «نجیب الله اثیر» ادعا لري، چې د مرکزي بانک عایدات د کرونا ویروس د خپرېدو له امله راټيټ شوي دي.

دده په خبره «تر دې وړاندې موږ ۲.۳۳ سلنه اخیستې؛ خو اوس ۰.۳۷ سلنه ګرځوو او همدا زموږ د عوایدو سرچینه ده؛ نو چې زموږ عایدات ټيټ شوي دي یو دلیل لري او هغه دادی چې کرونا ویروس خپور شو او له امله یې د امریکا د ټکټانې نرخ کم شو.»

د مرکزي بانک د مسئولینو له قوله، د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د چاپ شویو پیسو انتقال هم وځنډېډ او بازارونو ته تازه چاپ شوې پیسې عرضه نشوې؛ نو ځکه ددوی په خبره، د بانک عواید هم ورسره ټيټ شول.

ورته مهال د ولسي جرګې غړي بیا ددې بانک رییس «اجمل احمدي» چې «ملت ته د حساب ورکونې» په پروګرام کې هم موجود نه و؛ تورنوي چې د ضعیف مدیریت له امله یې بانک په پراخه کچه عایدات له لاسه ورکړي او د کمزورۍ لور ته روان دی.

اجمل احمدي چې د غني له لوري د مرکزي بانک رییس ټاکل شوی دی؛ په اړه یې ویل کېږي، چې اصلا د لبنان اوسېدونکی دی او اواس یې د غزني تذکره اخیستې.

نوموړي له ټاکل کېدو سره جوخت په بانک کې په پراخه کچه تغیرات راوستل او ګڼ پخواني کارکوونکي یې له دندو لیري کړل.

همدارنګه د نوموړي د ریاست په مهال د لومړي ځل لپاره د بانک امنیتي کامرې له فعالیته ولوېدي او داسې ګنګوسې وې، چې ښایي له همدې فرصت څخه په استفادې له بانک څخه شتمني ایستل شوې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

‘گرانه فاتح عبید په بخشنی سره باید دافغانستان بانک ولیکل شی نه مرکزی بانګ هیله کوم ازورده نه شی

pattang

دغه دلائل نه علمي منطقي او نه د اقتصادي تیوري په بنسب ولا دي ،خو شې دخوشباوره بې علمه اولس غلول دي . په افغانستان له هرې خوا چور ګډ دی تر څو چې ملت را پورته نشي او غني فاسد لرې او په دار نکړي بله چاره نلري !

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x