ځانګړي راپورونه

«د بايډن اداره د افغانستان په اړه روښانه تګلاره نه لري»

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امريکا ډيموکراټ ولسمشر جو بايډن په داسې حال کې واک تر لاسه کړی، چې د افغانستان شل کلنه جګړه په ميراث ور پاتې ده، خو د بايډن اداره لا هم د افغانستان په اړه روښانه تګلاره نه لري.

د چارو کارپوهان وايي، بايډن غواړي، په نړۍ کې د امريکا بايللی حیثيت بېرته پر ځای کړي او ډېر تمرکز به يې هم په کورني سياست وي، خو د افغانستان قضيه هم د هغه لپاره لومړيتوب لري.

بايډن د ادارې د ملي امنيت سلاکار جېک سولېوان د کابل حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب سره د خبرو پر مهال ويلي، چې واشنګټن به له طالبانو سره پر شوي تړون بيا کتنه وکړي.

د کابل حکومت مشر اشرف غني او نور چارواکي د امريکا د ملي امنيت سلاکار وروستيو څرګندونو ته خوښي ښکاره کوي او وايي، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړيکو نوی باب پرانيستل شوی دی.

د بايډن ادارې د ملي امنيت سلاکار جېک سولېوان

د افغان چارو کارپوه او د «نيوز» انګليسي ورځپاڼې ايډيټر رحيم الله يوسفزي نن ټکی اسيا سره په خبرو کې وويل: بايډن او ټرمپ يو د بل مخالف فکر لرونکي خلک دي او دا خبره طبيعي ده، چې د بايډن اداره به د دوحې تړون په اړه بيا کتنه وکړي.

د ښاغلي يوسفزي په وينا د بايډن اداره به نه یوازې د امريکا او طالبانو په تړون، بلکې د ټرمپ ادارې په ګڼو تګلارو بيا کتنه کوي او هره نوې اداره چې راځي، بايد پر پخوانيو تګلارو بيا کتنه وکړي.

ښاغلي يوسفزي زياته کړه، بايډن، چې اته کاله د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستيال و په افغانستان کې د پوځيانو د زياتولو مخالف و او له تېرو شلو کلونو راهيسې د کابل حکومت او اشرف غني ډله ښه پېژني.

د سیاسي چارو پيژندل شوی کارپوه: رحیم الله یوسفزی
د سیاسي چارو پيژندل شوی کارپوه: رحیم الله یوسفزی

رحيم الله يوسفزی وايي: «زما په فکر بايډن به د کابل حکومت ژغورلو لپاره جګړه زياته نه کړي، خو د طالبانو له لوري پر افغان عسکرو د بریدونو د کمولو غوښتنه به وکړي، دا غوښتنه پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم کړې وه، خو دا غوښتنه ځکه مناسب نه ده، چې لا خو د طالبانو او کابل حکومت ترمنځ خبرې نه دي پوره شوي، دا جګړه روانه ده، طالبان هم بریدونه کوي، داعش يې هم کوي او د کابل حکومت يې هم کوي او همدارنګه امريکايانو هم د دوحې له تړون وروسته هوايي بریدونه کړي دي.»

د ښاغلي يوسفزي په باور، دا چې د بايډن ادارې زلمی خلیلزاد پر خپل ځای پرېښی، له دې معلوميږي، چې د امريکا نوی حکومت د دوحې په تړون ډېرې نيوکې نه لري او که زلمی خلیلزاد يې لرې کړی وای، بيا يوه اندېښنه کېدای شوی.

امريکا له طالبانو غوښتي، چې د القاعدې په شمول له نورو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي او طالبانو هم ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د امريکا په شمول د هېڅ بهرني هېواد پر خلاف نه کارول کيږي.

د امريکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بايډن

له تېرو څو مياشتو راهيسې د کابل حکومت وخت پر وخت ادعا کوي، چې په غزني يا بل ځای کې يې د القاعدې مهم غړي وژلي او بیا دا رپوټونه ملګرو ملتونو ته هم ورکوي.

د ښاغلي يوسفزي په وينا د کابل حکومت غواړي، چې امريکا او نړيوالې ټولنې ته وښيي، چې طالبان لا هم له نړيوالو وسله‌والو ډلو سره اړيکې لري او له همدې امله د امريکا حکومت غواړي په دې خبره ځان پوه کړي، چې رښتيا هم طالبان له القاعدې سره اړيکې لري که نه.

په واشنګټن کې د کيټو څېړنيز مرکز څېړونکې آغلې سحر خان وايي، د بايډن اداره د افغانستان په اړه روښانه تګلاره نه لري، ځينې وايي، امريکا په افغانستان کې خپل ماموريت سر ته رسولی، نور بايد امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي، خو ځينې نور بيا په دې ټينګار کوي، چې تر څو طالبانو ته په بشپړه توګه ماتې نه ورکړل شوي، تر هغو بايد امريکايي پوځيان هلته پاتې شي.

په واشنګټن کې د کيټو څېړنيز مرکز څېړونکې سحر خان

سحر خان زياتوي، د بايډن ادارې يوه لور ته د افغانستان سولې لپاره د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر خپل ځای پرېښی، خو د بايډن د ادارې د ملي امنيت سلاکار د کابل حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب سره د خبرو پر مهال ويلي، چې واشنګټن به له طالبانو سره پر شوي تړون بيا کتنه وکړي او بل لور ته د امريکا نوي ټاکل شوي دفاع وزير مقتاعد جنرال لايډ اسټن د خپلې نوماندۍ په لومړيو ورځو کې ويلي و، چې امريکايي پوځيان بايد له افغانستانه ووځي.

جو بايډن، چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال اته کاله د هغه مرستيال و، نوموړی د افغانستان جګړې مخالف و او هغه مهال لايډ اسټن په عراق کې د امريکايي ځواکونو قومندان و او له هغه وخته د بايډن او جنرال اسټن ترمنځ ملګرتيا روانه ده.

د امریکا نوی دفاع وزير متقاعد جنرال لايډ اسټن

مېرمن سحر خان وايي، کوم چارواکي او کارپوهان، چې د پوځيانو د پاتې کېدو غوښتنه کوي، دا خبرې په لومړي وخت کې ښې او خوږې ښکاري، خو د تېرو شلو کلونو د تجربو له مخې د پوځي ماموريت غځول ګټه نه کوي.

ښاغلي يوسفزي هم ويلي، د عملياتو او پوځيانو د لېږلو تجربې ناکامې شوي او د بايډن اداره به هم دا ونه غواړي، چې زړې تجربې تکرار کړي.

آغلي سحر خان وايي، امريکايي پوځيان غواړي، چې افغان حکومت وژغوري، خو حکومت ته د ګټې پر ځای افغانانو ته زيانونه اړوي.

د جرمونو نړيوالې محکمې هم د افغانستان جګړه کې د بشري جرمونو څېړنې پيل کړي او دې کار امريکايي چارواکي اندېښمن کړي دي.

د مېرمن سحر خان په وينا امريکا بايد په افغانستان کې د جګړې لمن راټوله کړي؛ ځکه چې په دغه جګړه کې بشري جرمونه رامنځته کيږي او امريکا نه غواړي، چې د جرمونو نړيواله محکمه دې د امريکايي پوځيانو د جګړه‌ييزو جرمونو په اړه پلټنې وکړي.

ښاغلي يوسفزي هم ويلي، د بايډن اداره د جګړې ختمولو او د پوځيانو له ويستلو پرته بله لاره نه لري؛ ځکه چې د تېرو شلو کلونو راهيسې د جګړو زياتولو او د پوځيانو لېږلو کومه ګټه نه ده کړې او امريکا پر طالبانو باور لري، چې کومه ژمنه وکړي، پر هغې بيا ټينګ دريږي او د تېر څه د پاسه يوه کال راهيسې امريکايانو ته دا خبره روښانه شوې هم ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x