
«پنټاګان له افغانستان او عراق څخه د پوځيانو ایستلو په تړاو د ټرمپ پر ستراتیژي بیا ځلې غور کوي»
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده؛ د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان» وایي، د عسکرو د ایستلو پر کړنلاره له سره غور کوي او د افغانستان او عراق له حکومتونو سره په مشوره په دې برخه کې ګام اخلي.
د «وال سټريټ ژورنال» د راپور په اساس، د امریکا د دفاع وزارت نوې رهبري به له افغانستان او عراق څخه د امریکایي عسکرو د خروج پر ستراتيژ ي له سره غور وکړي او په دې برخه کې راتلونکي اخیستل کېدونکي ګامونه به د دواړو هیوادونو له حکومتونو سره تر مشورې وروسته اخیستل کېږي.
د پنټاګان ویاند «جان کربي» وايي، نوې رهبري به د ټرمپ له لوري غوره شوې ستراتیژي وارزوي او په دواړو هیوادونو کې د عملیاتو د وضعیت او هلته د مصرفېدونکو منابعو په اړه به ځان پوه کړي.
دده په خبره، د نوې ادارې په اهدافو کې بدلون نه دی راغلی او هر ځای به د امریکا د متحده ایالاتو ګټې خوندي کوي او له «ترهګرو» سره د مبارزې ماموریت به روان ساتي.
د پنټاګان د چارواکو پورتنی دریځ داسې مهال دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او زرګونه ناټو او امریکايي عسکر له افغانستانه وتلي.
د یاد توافق له مخې ټول بهرني ځواکونه باید د روان میلادي کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.
طالبان وایي، دا توافق د افغانستان او امریکا د ولسونو په ګټه دی او اړینه ده چې د امریکا نوې اداره یې عملي کړي.