شعـــــرونه

راځئ چې له هر غم نه بوره مور وساتو/ سربڼ

عبدالغفار سربڼ

راځئ چې له هر غم نه بوره مور وساتو
بد مرغو بد نظر نه پيغله خور وساتو

لستوڼي كې ملگرو وږی مار مه روزئ
نيكونو نه را پاتې دغه كور وساتو

غاصب به له دې ملكه ډېر چټک وځي ضرور
دنيا كې به دا نسل له پيغور وساتو

چورواكي كه دا مينه په غوبل كې ورانوي
مكتب به له مسجد سره سمسور وساتو

ناخوالې زمونږ سيمې ته هر وار چې راځي
گوگل كې فقط مينه په ډېر شور وساتو

دا ستړې پرگنې به له خپل ياد څخه نه باسو
ناموس به له پښتو سره په زور وساتو

مرگی چي رارسیږي دردونه ورسره وي
ژوندون چې ځي له ياده ولې گور وساتو

باغونه كروندوې مو سوځېدلي په انگار
په وینه  سوي كلي له سره اور وساتو

په سترگو به ړانده شي كه درواغ ووايي څوک
جونگړه  به يارانو له نسكور وساتو

اذان د سحر واوره په انگړ كې رڼايي شوه
تور تم نه به دا خاوره له هر لور وساتو

شهرت ددې وطن به بيا په پور نه ساتو
ځانونه بې له پته ولې نور وساتو

راپاڅه همايونه له خوبو نه په تلوار
تر څو چې زوريدلي له هر تور وساتو

باور زمونږ له زیار څخه بیشکه پرتمین شو
قران به  په سینه کې کور په کور وساتو

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x