افغانستان

طالبان: د دوحې تړون ته ژمن یو، افغانستان کې د القاعده  ډلې د غړو د شتون خبرونه بې اساسه دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د امریکا دمتحده ایالاتو د خزانې وزارت په افغانستان کې د القاعده ډلې د شتون راپور خپور کړ، او طالبان یې تورن کړل چې لا هم له یادې ډلې سره اړیکې پالي؛ طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول راپورونه د جنګ غوښتونکو او مغرضو کړیو د بې اساسه معلوماتو په اساس جوړېږي او حقیقت نه لري.

د امریکا د متحده  ایالاتو د خزانې وزارت په راپور کې راغلي و، چې طالبان د القاعدې په مرسته مالي مرستې راټولوي او د القاعده تنظیم غړي د طالبانو له لوري په افغانستان کې ساتل کېږي او امنیت یې نیول کېږي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تر ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته په عربي هیوادونو کې یو شمېر تحولات راغلل، چې له امله یې افغانستان کې له پخوا مېشت د القاعده غړي او د بهرنیو هیوادونو اتباع له افغانستانه ووتل او اوس هیڅ بهرنی تبع په افغانستان کې نشته او نه هم ددوی له قوله، اړتیا ورته لیدل کېږي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې افغانستان کې د القاعده ډلې د غړو د شتون خبرونه بې بنسټه دي او د داسې کړیو د معلومامتو په اساس ترتیبېږي، چې د طالبانو په خبره، مغرضې او جنګ غوښتونکې دي «متأسفانه ځينې کړۍ د خپلو منافعو او شومو اغراضو لپاره د دا ډول پروپاګند له لارې په افغان ولس د تپل شوي جنګ دوام، او په دې توګه د ذهنيتونو خرابول او بې ځایه تشویشونه اچول غواړي، د جنګ غوښتونکو افرادو اوجهتونو څخه جعلي راپورونه راټولوي او نورو مراجعوته یې لیږي.»

طالبانو ددې تر څنګ په دوحه کې له امریکا سره لاسلیک کړی تړون د افغانستان او امریکا په ګټه بللی او یاد تړون ته د بشپړې ژمنتیا ښودلو تر څنګ یې په ډاګه کړې، چې باید اړوند اړخونه کړې ژمنې پوره کړي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لا سلیک شوي تړون په اساس طالبان باید له ټولو بهرنیو ډلو سره اړیکې وشلوي او په افغانستان کې دداسې ډلو د فعالیت مخه ونیسي، چې بهرنیو هیوادونو ته یې خطر متوجه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

زه ددې خرو امریکایانو منطق ته خوب وړی یم،،،

د کبر او جهل زامنو:

القایده شته نه شته،،، دا شل کاله مو کومه لاسته راوړنه درلوده چې وروسته لدې به یې په دې بهانو جوړولو باندې ولری،،، په جز ددې چې ځانونه مزید وشرموی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x