شعـــــرونه

ټومبلی هسک پامير دی سپين بیرغ بيا پر اوږو/ مهاجر

محمد مهاجر

ټومبلی هسک پامير دی سپين بیرغ بيا پر اوږو
له غيږ یې پورته کيږي لوړ اواز د تکبيرو

د سپينې ماڼۍ سره بچي راغلي په کوم نيت و
اوس لار ده ترينه ورکه ځي په تېښته په توبو

اُفق لمن ښکاره کړه پکې سپين غمي ځليږي
تيارو کډه تړلې زموږ له چمه دي په تلو

سورغر او هم سپين غر يې بدرګه په مينه کاندي
ميوند خو لاژوندی ده لایې شور ده د ټپو

د دې وطن اصلي بچی همدغه طالب جان دی
په ننګ يې ده ساتلی خپل وطن تل له پردو

پاک ربه تل ودان ساتې سپيڅلی امارت مو
محمد مهاجر يې، تل ستايم په ترانو

محمد مهاجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x