
راشد خان په پنځوس اوریزو لوبو کې ۱۰۰۰ منډې بشپړې کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي راشد خان په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۰۰ منډې بشپړ کړې او نوموړی د یو شمېر افغان لوبغاړو په دغه لیست کې شامل شوی دی.
راشد خان چې په ملي لوبډله کې د یوه توپ اچونکي په حیث لوبیږي، په تېره نږدې کې یې په توپ وهنه کې هم غوره کارکردګي ترسره کړې چې اوسمهال د آلراونډرانو په لیست کې پنځم مقام لري.
۲۲ کلن راشد خان په داسې حال کې د ایرلینډ پر وړاندې دریمه سیالۍ کې په زړه پورې ۴۸ منډې وکړې چې نږدې ټول لوبغاړي سوځېدلي وو، دغه راز یې په توپ اچونه کې د ۲۹ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي هم وسوځول او د لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
راشد خان تر دې دمه ۷۴ یو ورځنۍ لوبې کړي چې د ۱۴۰ ویکټو سوځولو سربېره یې په ۵۸ پاڼیو کې د ۲۰.۵۷ اوسط سره (۱۰۰۸) منډې هم جوړې کړي چې ۵ یې نیمه سلیزې وهلې دي.
راشد خان غواړي په راتلونکي کې د یوه آلراونډر په حیث په لوبډله کې ځان ځای کړي، هغه رسنیو سره د خبرو پرمهال ویلي، «زه په ځان کې یو آلراونډر لوبغاړی وینم او غواړم په راتلونکي کې یو مناسب او بشپړ آلراونډر جوړ شم».
د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو توپ اچونکو په جدول کې راشد خان لومړی مقام لري، دغه راز د پنځوس اوریزو په آلراونډرانو کې شپږم مقام لري.