ادبي لیکنيپښتو کتابونه

ويښې ګوتې تاند قلم؛ د قلمي ويښتابه او بريا زېری!

م . حريتمل

د پښتو کتابونو د چاپ په دې نسبتاً څپانده خو غير معياري بهير کې چې کله يو معياري او ګټور کتاب د چاپ په ګاڼه سينګار شي نو يو ځل بيا د کتاب د مينه والو شوق او ذوق وتخنيږي، مطالعې او د قلم د خوځښت او حرکت لپاره يوه زمينه برابره شي.

که څه هم اوس د پښتو کتابونه د پخوا په پرتله ډېر چاپیږي خو لکه څنګه چې لازمه ده او زموږ ټولنې ته کوم ډول کتابونه اړتيا لري؛ هغه ډول کتابونه ډېر کم چاپيږي.

خو د پښتو د نويو معياري او نوښتي پنځونو په ډګر کې  ښاغلي مولوي صفی الله رائد په هڅو د قلم ارزښت او سپېڅلتيا ته د ژمنتيا په موخه دا نوی چاپ شوی کتاب (ويښې ګوتې تاند قلم) بيا هغه څه پخپلو وزرونو کې لري چې په لوستو يې د قلم د لارويانو قلمي او مطالعاتي تنده ماتيږي.

دغه کتاب چې د ښاغلي رائد په هڅو او زيار ترتيب  شوی دی په کې د نږدې دېرش تنو معاصرو نومياليو ليکوالانو او د قلم خاوندانو د قلم په تقدس، ځواک او ارزښت په زړه پورې ليکنې کړي دي چې د ادب او قلم لارويانو ته خورا ډېر څه له ځان سره لري.

په ګران هيواد د صليبيانو نظامي تاړاک سره سم دلته فرهنګي او تبليغاتي يرغل هم خپلې کرغېړنې او ناولې پنجې خښې کړې او زموږ ډېر ځوان استعدادونه له خپلو قلمونو سره په شعوري او غير شعوري توګه د يرغلګرو د فرهنګي يرغل عسکر او همکاران شول او د څو پيسو په مقابل کې د هغوی د تبليغاتي دستګاه خدمتي ابزار او وسايل شول او خپل قلمونه يې د صليبي ښکېلاکګرو په خدمت  او د حق د لارې لارويانو په مقابل کې وڅرخول.

خو بل لور ته بيا په کمو وسايلو او امکاناتو، خو قوي عقيده او ايماندارۍ د حق د لارې اتلو قلموالو د غرب او کليسا د پادريانو د فرهنګي يرغل په وړاندې په پوره استقامت داسې مبارزه وکړه چې په وړاندې يې د غرب د فرهنګي يرغل لويې دستګاوې او پلانونه کمزوري شول او لوېديځ اعتراف وکړ چې له دومره امکاناتو او اسانتياوو سره يې بيا هم د حق د لارې قلموالو په وړاندې تبليغاتي او فرهنګي مبارزه ناکامه ده، دا ټول د هغو مبارزو قلموالو او د قلم د تقدس پېژندونکو اتلانو رښتينې او مخلصانه هڅې وې چې د خپل خدای ورکړي استعداد پرمټ يې د خپل قلم نوکې تېرې کړې او د غرب په مخ يې د رد چليپا راکش کړ او په تندي يې ورته د اسلام شعار وليکه او همدا مبارزه وه چې غرب يې په فرهنګي برخه کې له ماتې او ناکامۍ سره مخ کړ.

دا کتاب هم د هغو وياړلو قلموالو او مبارزينو ياد راتازه کوي اوهمدار راز دا کتاب همدې قلموالو ته يو افرين او د مبارزې د بريا  زيری دی چې د خپلو قلمونو په نوکو يې د غليم په تندي د ماتې او ناکامۍ او د خپلو وياړونو کرښې وليکلې او دا زرينې کرښې د افغان مسلمان ولس د تاريخ يو ستر باب وګرځېد، همدا راز د هغو نويو قلموالو لپاره د خوځښت او حرکت يوه پلمه ده چې اوس يې قلم راخيستی دی او غواړي چې په دې لاره کې ګام واخلي او د قلم په نوکه د اسلام د مقدس دين خدمت او دفاع وکړي.

په دې کتاب کې ډېر داسې څه شته دي چې ښايي د قلم په اړه مو تر ننه لوستلي نه وي او جالبه يې داده چې بېلابېلو ليکوالو د قلم په اړه له بېلابېلو ليدلورو او افکارو څخه غږيدلي دي چې د لوستونکو توجه او پاملرنه راجلبوي.

په دې کتاب د فرهنګي کميسيون غړي ښاغلي مولوي عتيق الله عزيزي په خپله سريزه کې د ښاغلي رائد دا هڅې ستايلي دي او دا يې ستر کار او تلپاتې خدمت بللی دی او زياته کړې يې ده چې ښاغلي رائد له يوه لوري قلم ارزولی دی او له بلې خوا يې متعهد قلموال او ليکوالان هم ځلولي دي او پرګنو ته يې ورمعرفي کړي دي.

په پای کې ښاغلي مولوي صفی الله رائد ته ددې نوښتګر ګام د اخيستلو او د کتاب د چاپ مبارکي وايم او هيله کوم چې خپلو نوښتګرو پنځونو ته لا دوام ورکړي او ټولنې ته د يادې ټولګې په څېر نور اثار هم وړاندې کړي.

په قلم، ژوند او هڅو يې برکت

م . حريتمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx