روغتیا

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له «۱۰۰» ملیونو واووښت

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د جان هوپکنز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې د چین په هوبای ایالت ووهان ښار کې د رامنځته شوي کرونا ویروس ټولې پېښې نړۍ کې له ۱۰۰ ملیونو پورته شوې.

دا په داسې حال کې چې یوازې په امریکا کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر له ۲۵ ملیونو پورته دی، دغه هېواد کې له ۴۰۰ زرو زیات کسان د کوویډ-۱۹ ناروغۍ قربانیان شوي دي.

تېر کال دغه مهال کرونا ویروس یوازې تر چین محدود و او یوازې په ځینو هېوادونو لکه ایران، امریکا او داسې نورو کې په ګوته شمېر کسان په دې ویروس اخته شوي وو.

که څه هم د یاد ویروس له کال زیاته موده کیږي خو لا هم په نړۍ کې ددې دوهمې او دریمې څپې پېښې په چټکۍ خپریږي. د ویروس مخنیوي لپاره په نړۍ کې د واکسینو ورکړه پېل شوې خو روغتیا پوهان وایي چې د لړۍ ډیر وخت ته اړتیا لري.

د راپورونو له مخې په دیسمبر میاشت کې په برتانیا او سویلي افریقا کې د یاد ویروس دوهم نسل څرګند شو چې د خپریدو چټکتیا د تېر په پرتله ۷۰ سلنه زیاته ده او د نړۍ شاوخوا ۶۰ هېوادونو ته رسېدلی دی.

د جان هوپکنز پوهنتون دقیقو شمېرو له مخې اوسمهال په نړۍ (۱۰۰ ملیونه ۳۶۴ زره او ۲۸۵) پېښې ثبت شوي چې د نړۍ ۱.۳ سلنه نفوس کیږي، او له مخې یې (۲ ملیونه ۱۶۰ زره او ۴۰۲) کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر ټولو زیاتې پېښې په امریکا کې رامنځته شوي چې شمېر یې شاوخوا ۲۵ نیم ملیونو ته رسیږي. د زیاتو پېښو په لیست کې هندوستان په دوهم نمبر دی چې له لس نیم ملیونو زیات کسان یې نیولي دي.

بل لوري ته تر ټولو زیات کسان هم په امریکا کې مړه شوي دي چې شمېر یې له ۴۲۵ زرو پورته دی، په برازیل کې ۲۱۸ زره او هندوستان کې ۱۵۳ زره کسان له یادې ساري ناروغۍ مړه شوي دي.

کارپوهان په دې باوري دي چې د کرونا اصلي شمېرې له دې هم پورته دي، ځکه چې نږدې په ټوله نړۍ کې د کرونا معاینه او ناروغۍ پېژندلو سیستم لا هم محدود دی او ښایي د ورته شمېرې کسانو کرونا تېره کړې وي خو پيژندل شوي یا ثبت شوي نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x