افغانستان

د ناټو سرمنشي له بایډن سره د افغانستان په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ناټو سازمان سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» وایي، د امریکا له نوي ولسمشر «جوبایډن» سره یې تلیفوني خبرې کړې دي او د نورو موضوعاتو تر څنګ د هغو ګواښونو په اړه هم ورسره غږېدلی چې ناټو ورسره په افغانستان او عراق کې مخ ده.

د ناټو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ینس سټولټنبرګ –جوبایډن ته د ولسمشر په حیث د ټاکل کېدو مبارکي ویلې او تر څنګ یې له هغه مننه کړې، چې د ناټو متحدینو بیا ځلې راټولولو او له هغوی سره د ملګرتیا دوام ته ژمن دی.

اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې سټولټنبرګ او بایډن په افغانستان او عراق کې د ناټو او امریکا د «ترهګرۍ ضد ماموریت» په اړه هم خبرې کړې دي او د هغو ننګونو په اړه غږېدلي چې ناټو تړون په افغانستان او عراق کې ورسره مخ دی.

دغه خبرې داسې مهال شوې دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له هیواده دبهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او زرګونه امریکایي او ناټو عسکر له افغانستانه وتلي دي.

د یاد تړون په اساس، ټول بهرني عسکر باید د روان میلادي کال د می میاشتې تر نیمایي پورې له افغانستانه ووځي؛ خو تازه د امریکا نوی حکومت وایي، په دوحه کې له طالبانو سره پر شوې هوکړه بیا ځلې غور کوي.

د امریکا د دفاع وزیر ویلي، هیواد به یې له افغانستان او عراق څخه د امریکایي عسکرو د وتلو ستراتیژي هم وارزوي او د پنټاګان له قوله، د یادو دواړو هیوادونو د مشورو په اساس به وړاندې ګامونه واخلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x