افغانستان

د بشري حقونو کمېسیون: طالبانو ته منسوبو ملکي تلفاتو کې څلوېښت سلنه کموالی راغلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، چې په اخرو دوولسو کلونو کې تر نوي زرو زیاتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې طالبانو ته منسوب ملکي تلفات شل سلنه را ټيټ شوي دي.

د بشري حقونو له کمېسیون څخه په همدې تړاو خپاره شوي راپور کې راغلي دي، چې په تېرو دوولسو کلونو کې (د ۲۰۰۹ کال له پیله د ۲۰۲۰ کال تر پایه پورې) ۹۳۴۹۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له منځه یې ۳۱۴۲۵ مړه او ۶۲۰۶۷ تنه ټپيان شوي دي.

راپور کې وړاندې زیاته شوې ده، چې یوازې په تېر میلادي کال کې ۸۵۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې يې ۲۹۵۸ مړه، ۵۵۴۲ تنه ټپيان دي چې په وژل شویو کې ۵۶۵ تنه ماشومان هم شامل دي.

د یاد راپور په بنسټ، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې طالبانو ته د منسوبو ملکي تلفاتو شمېر ۴۵۶۷ تنو ته رسېږي؛ چې د تېر ۲۰۱۹ کال په پرتله کموالی پکې راغلی دی او طالبانو ته منسوب ملکي تلفات بیا څلوېښت سلنه ټيټ شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د موندنو په بنسټ د تېر میلادي کال په پرتله حکومت ته د منسوبو تلفاتو په کچه کې ۱۶ سلنه او د داعش له لوري د اوښتونکو تلفاتو کچه کې ۲۱ سلنه کموالی راغلی دی.

د راپور په اساس، د حکومت ملاتړو ډلو او ځواکونو ۱۲۴۹ تنه مړه او ټپيان کړي او داعش بیا د ۵۱۵ ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مسئولیت په غاړه لري.

د ملکي تلفاتو د کچې د کموالي راپور داسې مهال دی، چې طالبان وايي، د دوحې له تړون وروسته یې د سوله ییزې فضاء د رامنځته کېدو په خاطر د جګړې د شدت کچه راټيټه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x