
جان کیري نن بیا له کاندیدانو سره ګوري
نن ټکی آسیا: ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن /شنبه چنګاښ ۲۱مه/ یو ځل بیا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندانو سره ګوري.
یو جګپوړي امریکايي چارواکي د کاندیدانو او ولسمشر کرزي سره د جان کیري د لېدنې وروسته رويټرز خبري آژانس ته ویلي چې جان کیري به د ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي سره د پراخ بنسټه حکومت چې ټول اړخونه په کې شامل وي او د رایو بیا شمارلو په باب خبرې وکړي.
جان کیري د جمعې په شپه ناوخته کابل ته د ټاکنیزو لانجو د حل و فصل کولو لپاره راغی. نوموړي پرون د ولسمشر کرزي او دواړو نوماندانو سره ولیدل.
د ولسمشر ویاند ایمیل فیضي ویلي چې ولسمشر حامد کرزي د جان کیري سره په لیدنه کې وویل چې د هرې قانوني لارې چې د ټاکنو لانجې ته د پای ټکی کېښودل کیږي ده ته د منلو دي.
د ډاکتر عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي سره د جان کیري د لیدنو په اړه تفصیل لا رسنیو سره نه ده شریک شوی.
په داسې حال کې چې یوناما د ټاکنیزو لانجو د حل کولو لپاره وړاندیز کړی څو د ۸۰۰۰ محلونو رایې چې تقریبا ۳ نیم میلیونه رایې کیږي دې بیا وشمېرل شي.
که څه هم تر اوسه د حل لاره نه ده مالومه، خو دواړه کاندیدان او پلویان يې د جان کیري پریکړې ته سترګې په لار دي.
ډیر د شرم ځای دی چي یو غټ پښتون او مجاهد په کافر باندی خپلي فیصلې کوي. دواړه غلامان دي، دواړو د چوکۍ لپآره آفغانان و ځورول او ملنډي یی ورپسي ووهلې.
چي فیصله مو پلار کوله نو دا غریب افغانان مو ولي بې کاره کول؟ ولي مو د دوی وخت ضایع کاوه او ولي موسره په جنګ واچول.