افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالب پلاوي له ایراني چارواکو سره «مثبو اړیکو د پیاوړتیا» په تړاو بحثونه کړي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د طالبانو لوړپوړی پلاوی چې له ایراني چارواکو سره د لیدنو په موخه تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس او سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» په مشرۍ ایران ته تللی، هلته یې د یاد هیواد د ملي امنیت عالي شورا له منشي «علي شمخاني» او نورو چارواکو سره لیدلي او د مثبتو اړیکو د پياوړتیا په اړه یې ورسره بحثونه کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» رسنیو ته په لېږلي یوه غږیږ پیغام کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د پولو په اوږدو کې د شته مسایلو، ایران کې د افغان سوداګرو او مسافرو د ستونزو، افغان سولې او د دواړو هیوادونو تر منځ د مثبتو اړیکو د پياوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

د نعیم په خبره، په دې لیدنه کې د بین الافغاني مذاکراتو او په هیواد او سیمه کې د سولې او ثبات د تامین په اړه هم نظرونه تبادله شوي دي.

ورته مهال ایرانۍ رسنۍ وایي، چې په دې لیدنه کې شمخاني امریکا په افغانستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ لامل بللې ده او په ډاګه کړې يې ده، چې یاد هیواد کله هم د سولې پلوی نه دی او په بین الافغاني مذاکراتو کې د بن بست رامنځته کولو له لارې غواړي، افغانستان کې د نا امنۍ او جګړې د دوام پړه پر افغانانو واچوي.

د راپورونو په اساس، په دې لیدنه کې ایراني لوري څرګنده کړې، چې واک باید د سیاسي جوړجاړي له لارې وویشل شي او ایران به هغه حکومت په رسمیت ونه پېژني، چې د زور له لارې واک ته رسېدلی وي.

علي شمخاني پر خپل ټويټر لیکلي، چې طالبان لا هم له هغه هیواد سره مبارزې ته هوډ لري، چې دوی یې په زندانونو کې ساتلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

سلامونه: طالب چارواکو ته به غوره دا وه چی د دوحی خبری یی یوه مثبت ځای ته راسولی وای. دوی پدی څو میاشتو کی هیڅ کوم اساسی خبر خلکو ته ندی وړاندی کړی صرف چکری دی او بس.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x