ورزش

توماس توخیل د چیلسي کلب نوی روزونکی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغې چې د چیلسي لوبډلې له ناسمې کارکردګۍ وروسته فرانک لامپارد له دندې ګوښه کړ، «توماس توخیل» یې د نوي روزونکي په توګه وټاکه.

فرانک لامپارد د دوشنبې په ورځ د روان پړاو په نیمایي کې د چیلسي کلب له لورې له دندې ګوښه شو، نوموړی ونه توانېد لوبډله تر ټاکلي هدفه ورسوي.

انګلستاني کلب چیلسي د چهارشنبې په ورځ د پاریس سان جرمان پخوانی ۴۷ کلن مشر توماس توخیل سره د ۱۸ میاشتو او یوه کال د اختیار د تړون اعلان وکړ.

توماس توخیل چې کوبهام روزنیز مرکز کې د چیلسي له لوبغاړو سره ولېدل په خپلو ټاکلو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، «زه د چیلسي کلب څخه مننه کوم چې پر ما او زما پر مرستیالانو یې باور وکړ».

چیلسي کلب په داسې حال کې خپل پخوانی روزونکی فرانک لامپارد ګوښه کړ چې یادې لوبډلې په تېرو … سیالیو کې ۵ ماتې منلې دي.

چیلسي لوبډلې په کرونا ځپلي کال کې د پير او پلور په کړکۍ کې پر نویو لوبغاړو پېرلو تر ټولو زیاتې (۲۵۰ ملیونه) پيسې ولګولې، خو لا هم د پریمیئر لیګ سیالیو په جدول کې نهم مقام لري.

توماس توخیل د پاریس سان جرمان لوبډله تېر کال په اګست میاشت کې په لومړي وار د چمپینز لیګ پایلوبې ته ورسوله چې د بایرن مونش لوبډلې څخه یې په ۱-۰ ماتې وخوړه، دغه راز یې د روان کال چمپینز لیګ کې هم لوبډله دوهم پړاو ته رسولې ده.

که څه هم توماس توخیل د پاریس لوبډلې لپاره یو غوره روزونکی و، خو ویل کیږي د یادې لوبډلې مشر سره یې په ځینو مواردو اختلاف درلود چې په پای کې د بریاو سربېره ګوښه شو.

https://twitter.com/ChelseaFC/status/1354388408198713352?s=20

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x