نظــر

انس حقاني پیاوړی او هدفمند افغان ځوان

دکتور هاتف مختار

لکه څرنګه چې لوی مجاهد مولوي صاحب جلال الدین حقاني د یرغلګرو روسانو په وړاندې جهاد کې لویه ونډه لرله او په خپلو تندریزو بریدونو یې د روسي ښکېلاک او د هغو د ناافغاني ګوډاګیانو ملاوې ماتې کړې او خپل هیواد یې ترې آزاد کړ هماغسې یې د امریکا او ناټو وحشي استعمار په وړاندې هم لکه غر غوندې ودرېد او دښمن ته یې د ډېرو لوړو تکتیکونو په کارولو سره د سر او مال سخت او درانه زیانونه واړول.

د مرحوم مولوي صاحب حقاني یوه بله لویه ځانګړنه دا وه چې له کورنۍ جګړې یې نفرت لاره، د افغانانو منځ کې یې د سولې، تفاهم او ورورولۍ لاره خپلوله.

تل یې هڅه دا وه چې هر څومره ژر چې کېږي کورنۍ جګړې ختمې شي، د شمال او جنوب، قومي، سمتي او نور هر ډول تعصبات له منځه ولاړ شي او په یو موټي او واحد افغانستان کې د افغانانو د ارزښتونو سره سم ځواکمن اسلامي نظام حاکم شي.

ښاغلی انس حقاني چې د مرحوم مولوي صاحب جلال الدین حقاني زوی دی او څو کاله د دښمن په زندانونو کې بندي پاتې شوی دی؛ په یوه جهادي مشاعره کې یې وینا او شعر ویلی دی چې د هیوادنیو موخو او د خپلو مظلومو هیوادوالو او اسلامي امارت د افرادو لپاره په کې ډېر مهم پیغامونه شته.

ښاغلی حقاني وایي “زه له ټولو مجاهدینو غواړم چې له شفقت کار واخلي، سینې پراخې کړي، تنګ نظري ونه کړي، د خپل دښمن په وړاندې له ترخې ژبې کارولو او زور زیاتي تېر شي او خپلو ټولو هیوادوالو ته د ورورۍ او شفقت لاسونه اوږده کړي. په وینا یې دا وطن د ټولو وروڼو افغانانو ګډ کور دی او باید د امارت ټول غړي د لویې امپراتورۍ د ماتولو او هیواد د آزادۍ د افتخار په پار د الله عزوجل شکر ادا کړي او هېڅکله د الله تعالی له حدودو پښې بهر نه کړي څو خدای مه کړه د نارضایتۍ سبب مو نه شي”

د ښاغلي انس حقاني خبرو په خواله رسنیو کې زیات مثبت غبرګونونه راوپارول. له دې جوتيږي چې ښاغلی انس حقاني د خپل پلار په قدمونو روان دی څو د افغانانو تر منځ تفاهم او ورورۍ قایمولو ته کار وکړي او د واحد افغانستان د ټولو پرګنو پر یووالي او ځواکمن اسلامي نظام قایمولو کې خپلې هلې ځلې وکړي.

زه له خپل اړخه د ورور حقاني پر دې پاک نیت د زړه له تله خوښ شوم او د کامیابۍ او سرلوړۍ دعا ورته کوم.

ژوندي او کامیاب دې وي د اسلام د لارې پاک مجاهدین، مړه دې وي اشغالګر او د دوی پردیپال کورني مرستندویان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x