افغانستان

میدان وردګو کې د دولتي عسکرو په ډزو ۲ تنه ملکیان «شهیدان» شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي بریدونو ۲ تنه ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

دا پېښه نن مازدیګر د سیدآباد ولسوالۍ «سالارو» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې دولتي عسکرو ددې سیمې په بازار د هاوانونو مرمۍ وتوغولې.

د سیمې خلک وايي، په دغو توپچي بریدونو کې د «جاوید» او «داود» په نوم دوه تنه ولسي خلک «شهیدان» شوي او خلکو ته مالي زیانونه هم اووښتي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو د هاوان او ډیسي توپونو مرمۍ توغوي، بلکې تردې وړاندې هم دولتي عسکرو په یاده ولسوالۍ کې ورته بریدونه ترسره کړي او پرمهال یې ولسي خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x