د روژې مبارکه میاشت

له مسکینانو سره روژه ماتی کول

د عبدالله بن عمر رضي الله عنه په باره کې راغلي دي چې خامخا به یې له مسکینانو سره روژه ماتوله اوکله به چې کور والو منعه کړ په هغه شپه به خپه و ، کله به چې مسکین ورته راغی او په کورکې به یې ډیر څه نه وه خپله برخه به یې ورکړه او ده به په نهاره روژه ونیوله .

دایواځي دابن عمر رضي الله عنه خاصه نشې بلل کیدلی بلکي نور صحابه او دسلفو علماو ټولو داسې سپیڅلي خویونه لرل لکه ابوالسوار العدوي رحمه الله چې وایې : دبنو عدي دکورنی ډیر کسان ماپه دي جومات کې لیدلي دي چې یوه به هم یواځي روژه نه ماتوله خامخا به یې جومات ته روژه مات را ایسته څو یې مسکینان او نور خلک ورسره وخورې ، دامت دسترو علماو لکه حسن البصري ، ابن المبارک او نوروپه اړه راغلي دي چې هغوی به داخوښوله چې خلکو ته روژه مات تیار کړي ، او پخپله یې خدمت وکړي آن تردي پوري چې پخپله به یې روژه هم نه ماتوله او دخلکو په خدمت به بوخت وو !

ابن ابي عدي له داود بن ابي هند نه روایت کوې چې داود څلویښت کاله روژه ونیوله خوکوروال یې نه وو پري خبرشوې چې دده روژه ده ! دی رخت پلورونکی و سهار به یې له ځان سره دغرمي خواړه یووړل، هغه به یې چاته په خیرات کې ورکړل ، اوماښام به چې کورت راغی په کور کې به یې مړۍ وخوړله ابن جوزي ددي روایت په اړه لیکي چې د بازار خلکوته به یې داپه فکر کې ورکړل چې ګواکي ده کور خوراک کړی دی او دکوروالوته به یې داپه فکر کې ورکړل چې ده په بازار کې خوراک کړی دی !
دحماد بن ابي سلیمان په اړه ویل کیږې چې په روژه کې به یې پنځه سوه کسانو ته روژه ماتی ورکاوه !

الله دي موږ اوتاسو ته دصحابه کرامو او سلفو
علماو په لاره د تګ توفیق راپه نصیب کړي.

لیکوال: حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x