افغانستان

هرات کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د هرات ـ کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله د یو ماشوم او درې میرمنو په ګډون د ۹ تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

دا پېښه نن د چهارشنبې په ورځ مازدیګر د هرات ولایت ادرسکن ولسوالۍ اړوند سیمه کې د هرات ـ کندهار پر لویې لارې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې یو سراچه موټر له بل باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.

د هرات د امبولانس مسئول ابراهیم محمدي وايي، په دغه پېښه کې د یو ماشوم، درې میرمنو او پنځو نارینه وو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم د هرات ـ کندهار پر لویې لارې د ګذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو مسافر وړونکي موټر او ټیلر موټر ترمنځ د ټکر له امله ۱ تن وژل شوی او ۳۲ تنه نور ټپيان وو.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو د کیفیت خرابوالی هغه لاملونه دي چې د هېواد په لر وبر کې د ترافیکي پېښې لامل کیږي او هر کال زرګونو هېوادوالو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x