افغانستان

د ایران د ملي امنیت مشر: طالبان لاهم د امریکا په وړاندې مقاومت کې قاطع دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ سلواغه، د ایران د ملي امنیت مشر علي شمخاني وايي، طالبان لاهم د امریکا په وړاندې مقاومت کې قاطع دي.

نوموړي په خپلې ټویټر پاڼې د طالبانو له سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د لیدنې په تړاو «ټویټ» کې داسې لیکلي: «د طالبانو سیاسي هیئت سره په ننني ملاقات کې مې وکتل چې ددې ډلې مشران لاهم د امریکا په وړاندې مقاومت کې قاطع دي، یو څوک چې دیارلس کاله د ګوانتانامو په زندان کې د هغوی تر شکنجو لاندې وي، بیاهم په سیمه کې د امریکا په وړاندې مقاومت نه دی پرې ایښی.»

د ایران د ملي امنیت مشر علي شمخاني په داسې مهال د طالب مشرانو له ملاقات وروسته د امریکايي ښکېلاک په وړاندې د هغوی په کلک هوډ او مقاومت ګواهي ورکوي، چې د طالبانو د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی له تیرې ورځې راهیسې تهران کې دی او هلته یې له مختلفو ایراني چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړي دي.

په داسې حال کې چې د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د سعودي عربستان په سفر تللی په سیمه او منځني ختیځ کې د سعودي عربستان او امریکا متحدو ایالتونو کلک حریف ایران ته د طالب پلاوي سفر شنونکي د طالبانو د «فعالې» دیپلوماسۍ یوه مهمه کړۍ ګڼي.

شنونکي په دې باور دی چې طالبان په ورته مهال سعودي عربستان او امریکا ته ګوت څنډنه کوي، که چیرې د د بین الافغاني مذاکراتو پروسه «جنجالي» کولو له لارې په طالبانو فشار راوستل غواړي نو په خبره یې طالبان هم کولای شي د ایران په شان امریکا ضد ملکونو څخه مرسته وغواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

تر اوسه د نن ټکی آسیا څخه یو ښه خبر اوریدلی چی د سړی په زړه خوشحالی راولی؟ یو ورځ یی لیلکی وه چی د سولی تړون به سبب د سولی او آرامی په افغانستان کی شی. شاید هغه به افغانستان نه بلکه پاکستان وه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x