افغانستان

اشرف غني د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې یو مشر له افغانستانه شړلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر اشرف غني د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې(یونیسف) د ګوزڼ(پولیو) څانګې مشر له افغانستانه شړلی دی.

د اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، د یونیسف د ګوزڼ واکسین(پولیو) ټیم مشر محمد محمدي د اشرف غني غني خبرو ته د پرواهۍ او کارونو کې د نه شفافیت له امله له افغانستان څخه ویستلی دی.

له بل پلوه طالبانو ته نږدې سرچینې بیا وايي، چې اشرف غني ځکه د یونیسف د پولیو(ګوزڼ) څانګې مشر محمد محمدي له افغانستانه ویستلی، چې یادې ادارې له طالبانو سره په جنګ ځپلو سیمو کې د زرګونو ښوونځیو جوړولو، ښوونکو ته د معاشاتو او نصاب برابرولو برخه کې د همکارۍ یو سند لاسلیک کړی دی.

ویل کیږي چې دا سند د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې او «د افغانستان اسلامي امارت» په نوم لاسلیک شوی، چې له امله یې د کابل حکومت سخت غوسه شوی او دا کار یې په نړیواله کچه طالبانو ته د رسمیت ورکولو یوه هڅه بللې ده.

محمد محمدي چې په خټه د الجزایر اوسېدونکی دی، له تیرې څه مودې راهیسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فعالیت کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x