افغانستان

بلخ کې د هوايي برید له امله ۳ تنه ملکیان «شهیدان» شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د دولتي الوتکو په هوايي برید کې د ۳ ملکي وګړو د «شهادت» خبر ورکړل شوی دی.

د سیمې خلک وايي، دولتي الوتکو تیره شپه ناوخته د چهاربولک ولسوالۍ په «سلیمانخیلو» سیمه کې د ولسي خلکو په کورونو درنه بمباري کړې، چې له امله یې یو کور ویجاړ شوی او ۳ تنه ملکیان په کې «شهیدان» شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن مازدیګر د میدان ولایت سیدآباد ولسوالۍ په «سالارو» بازار د دولتي عسکرو توپچي ډزو کې خلکو ته مالي زیانونو ترڅنګ ۲ تنه ولسي خلک شهیدان شوي وو.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ملکي خلکو په کورونو د دولتي عسکرو «ړندې» بمبارۍ او توپچي بریدونه زیات شوي، چې ورسره د ملکيانو د تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x