افغانستان

فاریاب: د ملي امنیت عسکر د کلینیک دننه د خپل زوی په ګډون ۲ تنکي ځوانان «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ سلواه، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د روغتیايي کلینیک کې دننه د ملي امنیت د عسکر په ډزو ۲ تنه تنکي ځوانان «شهیدان» شوي دي.

دا پېښه پرون د چهارشنبې په ورځ غرمه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ګرزیوان ولسوالۍ د روغتیايي کلینیک دننه په سوء تغذي اخته ماشومانو لپاره د خوراکي تقویې بستې ویشل کېدې.

د فاریاب د امنیه قومنداني ویاند عبدالکریم یورش وايي، د «محمدسخي» په نوم د ملي امنیت عسکر چې ۴۷ کاله عمر لري، پخوا اربکی او په نشه یې توکو روږدی ؤ، د ګرزیوان ولسوالۍ کلینیک دننه یې په خپل زوی او یو د خپلوانو تنکي ځوان باندې چې هلته د سوء تغذیې درملنې ته راغلي وو، ډزې کړي او دواړه تنکي ځوانان(۱۳ کلن جاوید او ۱۴ کلن مجیب الرحمن) یې ځای پرځا «شهیدان» کړي دي.

د ګرزیوان ولسوال ملا فیض الله رحماني ددې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، د پېښې عامل د پولیسو لخوا نیول شوی او دا مهال ورڅخه څیړنې روانې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په فاریاب ولایت کې د مرستو ویشلو پروخت خلکو سره لانجې کوي او په «معمولي» خبره ډزې کوي، بلکې تردې وړاندې هم دېته ورته پېښو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې، چې فاعلین یې تراوسه نه دي محاکمه شوي.

د ۲۰۱۸م کال په روژې میاشت کې هم د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار لومړۍ ناحیې اړوند پولیسو او هلته میشتو کمانډو عسکرو ترمنځ د «ماستو» اخیستلو د نوبت پر سر وسله واله نښته کې یو شمېر عسکرو او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اووښتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

دا پېښه یوه تصادفي پېښه نه ده. د دې پیښي او دې ته ورته نورو پیښو ته باقاعده دولتي زمینه سازي موجوده ده. د افغانستان ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده، طبعي خبره ده چي با احساسه او مسئولیت پزیره وګړي به یې متشرع ظاهر او باطن لرونکي خلګ وي. دا چي واکمن امانیان او سقاویان متشرع خلګ خپل دښمن پیژني نو دولتي موقفونو او وسلوال ځواک د دندو لپاره یې داسي معیار مقرر کړی دی چي ږیره به خریي، اسلامي عقایدو او عباداتو پایبند به نه وي. په نشیي توکو به روږد وي او په جنسي بیلاري به اخته وي.… نور لوستل »

ترین

نن ټکی اسیا ته چی وګوری طالبان داسی معرفی کوی فکر به کوی چی د اسمان فرشتی دی، حال داچی د ټول جنګ اصلی مسولین همدا طالبان دی.

احمدشاه

په پشتو ژبی کی یو متل دی چ وایی
د دروغجن د مخ تور وی

ملا جانان

ملګرې د موضوع څخه خارج سوی یې. دا خبر د جنګ جګړې نه دی. د یوه بشري جنایت دی چي د یوه دولتي چارواکي لخوا د خپلي کورنۍ پر ضد اجراء سوی دی. طالبان دلته چیري دي او نن ټکي اسیا پالیسي دلته چیري؟ پرون مي په کباړي بازار کي د عقل زیاتولو دوې خولیاني پیدا کړې. ادرس دي راکړه چي یوه تاته درواستوم

ترین

ادرس اسانه دی، چا چی ذده کړه درکړی وی هغه ته یی ور په سر کړه

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx