
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د زلمي خلیلزاد دنده مهمه ده پر خپل ځای به پاتې وي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلېنکن» وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» دنده مهمه ده او د بایډن ادارې له نوموړي غوښتنه کړې تر څو خپل ماموریت روان وساتي.
بلېنکن چې د دندې پیلولو په لومړۍ ورځ يې په بهرنیو چارو وزارت کې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې وویل، چې د زلمي خلیلزاد دنده مهمه ده او د امریکا نوې ادارې له نوموړي څخه غوښتي تر څو خپل کار روان وساتي.
بلېنکن وړاندې زیاته کړې، چې د امریکا نوې اداره به د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوې هوکړه بیا ځلې وګوري، تر څو پوه شي چې طالبانو کومې ژمنې کړې دي او امریکا ته کوم مسئولیتونه ور له غاړې دي.
دده په خبره «له افغانستان سره په تړاو او یو له هغو مسلو چې پکار ده موږ باید ور باندې وپوهېږو دا دي چې د امریکا او طالبانو تړون کې څه راغلي دي چې ډاډ ترلاسه کړو او بشپړ وپوهېږو طالبانو څه ژمنې کړې او موږ څه ژمنې کړې دي، نو موږ دې ټکو ته پام کوو.»
د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر هغو راپورونو ته هم اشاره کړې په کومو کې چې ادعا شوې، روسیې د امریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته نقدي جایزې ورکړي دي.
د بلېنکن په خبره، په دې تړاو ارزونې روانې دې او دی نشي کولای تر پایلې وړاند ې څه ووايي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پيل شوی دی.
ددې تړون په اساس ټول بهرني ځواکونه به د روان میلادي کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه وځي او طالبان به د افغانستان پر خاوره د هغو بهرنیو ډلو د فعالیت مخه نیسي، چې د نورو هیوادونو امنیت ته ګواښ پيښوي.
طالبان وايي، دا تړون د امریکا او افغانستان د ولسونو په ګټه دی او د امریکا نوې اداره یې باید عملي کړي.
هرمسلمان ملک دخپل ملک داسلام دحفاظت مسئولیت لری افغانان ندی مسسئول چه دعیاشوعربوملکونه دکفاروله فوجی اډواوعیاشیومحفوظ کی ورسۍ وګورۍ عربی عمارات اومصردکفارودعیاشیومرکزونه دی فلستین چه یو عربی ملک دۍ اسرائیلوقبضه کړۍ دۍعرب چلتاران نه شرمیږی واسرائیلوته سفارتونه ورکوی هغه چه ځان ته مسلمانان وایی بایدپه جهانی طورکوښښ وکی دترکیی داردوان مرسته وکی چه یواسلامی اتحاد قایمه کی اومکه معظمه له عیاشوحاکمانوخلاصه کی اوامریکایی هډی داسلامی ملکووباسی اوفلسطین له کفاروآزادکی،که ددنیا ۵۷-اسلامی ملکونه متحدسی ددنیاټول کفاریوه هفته نسی ورته ټینګیدای،پدی شرط چه پرقرانکریم راټول سی اوعمل پروکی نه پردی نوی جوړ سوی اسلام چه وهابیانودانګریزانوپه هدایت دفساد دپاره ورته جوړکړۍ دۍ.… نور لوستل »
بلی د فتنه باز او د افغان ملت دوښمن د تاسو قدیمی وفاداره جاسوس دنده د تاسو له خوا باید مهمه ولیدۍ شی !!!