نړۍ

د «ای ايس ای» پخوانی مشر جنرال اسد درانی د هند استخباراتو سره په اړيکو تورن شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د پاکستان دفاع وزرات د اسلام اباد عالي محکمې ته ويلي، د «ای ايس ای» استخباراتي ادارې پخوانی مشر متقاعد جنرال اسد درانی له ۲۰۰۸ کال راهيسې د هند له څارګرې ادارې سره اړيکې لري او دا اړيکې يې د پاکستان ملي ګټو په زیان بللي دي.

د پاکستان دفاع وزارت له تېرې اوږدې مودې راهيسې د جنرال اسد دراني په شمول د يو شمېر مهمو کسانو پر بهرنيو سفرونو بندیز لګولی دی.

د اسلام اباد عالي محکمې د دې قضيې په اړه له دفاع وزارت څخه پوښتنه کړې، خو د وزارت چارواکو يې په ځواب کې ويلي، چې جنرال دراني ۳۲ کاله د پاکستان پوځ پر مهمو څوکيو پاتې شوی، د پوځ او استخباراتو ګڼ رازونه ورسره دي، له تېرو څو کلونو راهيسې په هېواد دښمنه فعاليتونو کې لاس لري او له همدې امله يې له ۲۰۱۸ کال راهيسې د اسد دراني پر بهرني سفر بندیز لګولی دی.

جنرال اسد دراني د هند څارګرې ادارې «را» له پخواني مشر اې ايس دُلت سره په شريکه يو کتاب ليکلی و، چې د پاکستاني چارواکو غوسه يې راپارولې او په وينا يې په دغه کتاب کې د ملي امنيت اړوند پټ معلومات هم خپاره شوي، چې عام پاکستانيان يې پر خپرېدو خوابدي دي.

ښاغلي دراني درې ځله په محکمه کې دغه تورونه رد کړي او د اسلام اباد له محکمې يې غوښتي وو، چې نوم يې بايد له هغه ليسته وويستل شي، چې پر بهرني سفر يې بنديز لګېدلی.

د يادونې وړ ده، چې جنرال اسد درانی د ۱۹۹۱ اګسټ راهيسې د ۱۹۹۲ تر مارچ پورې د پاکستان د «ای ايس ای» استخباراتي ادارې عمومي مشر و، خو چې د هند د استخباراتو له پخواني مشر سره يې ګډ کتاب خپور شو، د پاکستان په ملکي او پوځي کړيو کې يې سخت غبرګونونه راوپارول او د پاکستان پوځ د دې کتاب د څېړنو لپاره ګډ کميسيون وټاکه او نوموړی يې هم څو ځل د پوځ عمومي قومندانۍ «جي ايچ کيو» ته د څېړنو لپاره غوښتی و.

پوځي چارواکو ويلي و، چې د کتاب او ملي امنيت اړوند معلوماتو خپرولو په اړه د جنرال دراني ځوابونه قناعت بښونکي نه دي.

د جنرال اسد دراني مدافع وکيل وايي، د ده پر موکل لګېدلي تورونه بې بنسټه دي او بايد د هغه پر بهرنيو سفرونو لګېدلي بندیزونه پورته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x