شعـــــرونه

زه او نړۍ/ اکرام الدين مفتون

اکرام الدين مفتون

ډېرې زولنې راباندې ستړې شوې
ټـانګ او طیارې راباندې ستړې شوې

شپه ورځې چاپې راباندې ستړې شوې
رنګ په رنګ ټاپې راباندې ستړې شوې

سرې شرابي خولې راباندې ستړې شوې
ټولې  دسيسې راباندې ستړې شوې

زه يې نه بدل کړمـه نه مات کړمه
لا يې را ژوندى کړم لا يې زيات کړمه

سپين ومه سپين پاتې شومه تور نه شوم
يو يمه ټوټه نه شومه خور نه شوم

اوس نړۍ حيرانه ده ناتوانه ده
اوس په خپلو کړو باندې پښېمانه ده

اوس زما نوبت دى ګوره څه کوم
زه ورسره زور او زياتى نه کوم

دومره ورته وايمه چې وانړۍ
داسې ظلم مه کوه ته  بيا نړۍ

راشه له وحشته  توبه ګاره شه
ته د انسانيت په سمه لاره شه

راشه چې له تا سره احسان وکړم
راشه چې په غوږ کې دې اذان وکړم

راشه مسلمانه شه چې ښکلې شې
راشه چې اغلې او ښاغلې شې

ورانه کړه بدرنګه جمهوريت سره
يو ځاى شه د ښکلي امارت سره

راشه مينه زده کړه قدرمنه شه
راشه په مفتون طالب مئينه شه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x