نړۍ

سوریه: دتیري ورځي په مظاهروکي له ۱۰۰ څخه زیات لاریون کونکي ووژل شول

syria_dead_bodiea(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۱) دمشق: خبرورکول شوی دي چی تیره ورځ دسوریی امنیتي ځواکونو یوځل بیا دسولیزو مظاهره کونکو په وړاندي له زور اوځواک څخه کاراخیستي چی دهیواد په مختلفو ښارونوکی  له سلو څخه زیات لاریون کونکي وژل شوی دي، چي ډیری وژني دحماه په ښارکي رامنځ ته شوی دی چیري چي دسوریی فوځی شوبلو مخامخ دخلګو پرودانيو درندي ډزي پیل کړی، اوهمدارنګه دهیواد په نورو سیموکي لکه د دیرزور ښارګوټي، درعا

، اودهیواد دپلازمیني په شااوخواکی هم امنیتي ځواکونو پرلاریون کونکو ډزي کړی دي چی له کبله یی مظاهره کونکو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

له بلي خوا بیا دسوریی حکومت خبرورکړی دی چي دتیري ورځي په مظاهرو کی یی دیوه چارواکي په شمول ۵ کسه عسکر وژل شوی دي، حکومت پرمظاهره کونکو تورلګوي چی لاریونکونکو سره وسلي ورسره وی پرپولیسو یی ډزي کړی دي، اودښارونو په عامه خرابی یی لاس پوری کړی وو، نوموړي زیاته وي دتیلوزخائروته یی اورونه واچول، ددولت او اولس شتمنیو په ورانولو یی پیل کړی وو.

نړیوال عکس العمل

دامریکي اولس مشر بارک اباما دسوریی له لوری دعام اولس په وړاندی روان تااوتریخوالي دسوریی د اولس سره په جنګ سره تعبیرکړی دي نوموړي زیاته کړه بشارلاسد دسوریی دناتوانه اوجمهوریت غوښتونکي اولس په وړاندي خونړي جنګ پیل کړی دي، مونږبه خپلو هڅو ته دوام ورکړو ترڅوبشارالاسد باندي زور راولو چي داولس له ځپلو څخه لاس په سرشي.

اباما زیاته کړه دسوریی اولس یو غښتلی اولس دي نوریی حکومت دي ته نژدي کړی دي ترڅو ډیموکراسي ته لاره هواره کړي، دامریکي په سفارت کی یوه امریکایی خبریال دیوي خبري غونډي پرمهال دحکومت ټولي ادعاوي رد کړی چی وایی مظاهره کونکو سره وسله ورسره وه اوپرامنیتي چارواکو یی ډزی کړي دولتي اوشخصي شتمنیو ته یی زیانونه اړولی، نوموړي زیاته کړه دسوریی وګړي امن خوښونکی اولس دي په هیوادکي دسیاسي اصلاحاتو اوډیموکراسي لپاره لارو اوکوڅو ته راوتلي دي، داحکومت دي چي داولس په خلاف یی ښکاره جنګ پیل کړی دی، اویواځي حکومتي کړی دی چی داولس په وړاندی وسله راپورته کړی ده.

دبله لوری دفرانسي، برطانیی، اټالیا، جرمني اوترکیی هیوادونو هم دسوریی داولس په وړاندي دبشارلاسد دکړونو سخته غندنه کړی ده، اوله نړیوالي ټولني څخه یی غوښتي دي چی بشارلاسد باندي زور راولی ترڅو نوموړي اړباسي چی دسوریی دخلګو په وړاندي له زور زیاتي څخه لاس واخلي.

په سوریه کي ددسوریی هیواد دبشري ټولنی مشر وویل دحکومت له لوري دتیري ورځي په عملیاتو کی چي داولس په وړاندي یی پیل کړی دي له سلو څخه زیات خلګ وژل شوی دي نوموړي زیاته کړه کیدای شي دوژل شویو کسانو شمیره نوره هم زیاته شي، ځکه اکثره ټپیان ډیرژوبل شوی دي چي دډیرو زخمیانو حالت داندیښني وړدي.

دسوریی دبشري حقوقودپالني ټولني مشر عبدالکریم ریحاوي وویل، په داسي وخت کي چي دسوریی امنیتي کړیو داولس په وژلو لاس پوري کړی دي له بلي خوا څخه دسوریی استخباراتي شبکو تیره ورځ ددیر الزور په ایالت کي شیخ نواف البشیر له خپله کوره څخه وایستي اونامالومه ځاي ته یی یو وړ، نوموړي زیاته کړه شیخ نواف البشیر دالبقاره قبیلي مشردی، او ددیر الزور ایالت ټول وګړي دالبقاریه له قبیلي څخه دی، چي حتي دغه قبیله دسوریی په ګاونډي هیوادونو لکه عراق اواردن کي هم ډیر وګړي لري، اودالبقاریه قبیلي ټول وګړي دبشارلاسد په وړاندي دمظاهره کونکي ترشا ولاړ دي.

اوشیخ نواف دسوریی له هغو مشرانو څخه یومهم مشردی چي اولس یی دبشارالاسد په وړاندي مظاهرو ته رابللی دي.

له بلي خوا څخه نن یوځل بیا په سوریه کي دفیسبوک له لوري دحماه ښاردشهیدانو دانتقام اخیستلو اوهمدارنګه دسوریه حکومت دراپرزولو لپاره پرخلګوباندي دلاریونونو اومظاهرو ږغ شوی دی، پرفیسبوک باندي دجوابی عمل په نامه سره برخلګو ږغ شوی دي چي مظاهرو ته راووزي اولیکلي یی دي چی سوریه وینی ویني ده دحماه، دیرالزور اوالبوکمال خلګ په وینو سره دی.

په سوریه کی دروانو مظاهرو له پیله بیاتراوسه پوری ۱۵۰۰ عام وګړي او۳۵۰ کسه امنیتي کسان وژل شوی دي.

بخت الرحمن بخت …………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x