نظــر

فلسطینه!

زموږ انتظار مه کوه! زما او ستا ترمنځ څو کرښې جوړې دی، زه ستا مرسته نشم کولای. رښتیا ته تروریست یې! ته د نړۍ امن ته ګواښ یې! ته متشدد او توند لاری یې!!!

زه منم چې مسلمانان ټول یو وجود دی مګر هغه جدا وخت و، نن ته فلسطین یې او زه افغانستان یم؛ زما او ستا ترمنځ بلا شی کرښې باسل شوی.
چې ته فلسطین شوې او زه افغانستان نو د یو تن او یو وجود رشته مو هم ختمه شوه کنه، نه ته مسلمان پاته شوې او نه زه مسلمان.

رښتیا ته یو وخت د مسلمانانو ړومبنۍ قبله وې او نن درکې یهودان ګرځی او ستا تنکې ګلان رژوی، خامخا به درځم او ستا د تنکیو ګلانو د رژونکو لاسونه به په مړوند کې ور ماتوم.
نه نه زه نشم درتلای، خفه نشې زه ستا هیڅ مرسته نشم کولای، ما اوس تازه تازه له دنیا سره سیالې شروع کړې، رایه مو ورکړې او هم مو دیموکراسې شروع کړې.

زه ستا له انجامه هم عبرت نه اخلم، زه ښه پوهیږم چې کله یې ته اشغال کړې نو سړک او کلینک یې درجوړ کړ، په اصل امریکایې او په نوم فلسطینی یې په اوږو درته در سپور او پاچا کړ او ستا خوله یې در بنده کړه.

موږ هم ستا په پل در روانیږو ځکه چې ته مو اوله قبله یې!
موږ ته هم سړک جوړوی، هم کلینک او هم مکتب جوړوی، ټوپک مو د لاسه اخلې او قلم په لاس کې راکوی.

تا هم د قلم زور ولید او هم د تفنګ، خو موږ لا د قلم زور نه دی لیدلای.
ته ګوره کنه ستا ټوپک چې چا درنه واخیست هماغه نن لګیا دی ستا سینه غلبیل غلبیل کوی خو زما هغه بیا ښه سړی دی، ماته قلم راکوی وطن راته جوړوی او زه به بیا په همدې قلم له وطنه غټ کرښئیز دیوال تاؤ کړم.

بیا به نه د اسرائیلو جیټ راتلای شې او نه د ماسکو سکاټ، بس په آرام به خپل ژوند کوم.
ما ته دا مه وایاست چې سبا به ته هم زما په څیر وې، تا په ۶۶ کاله کې فقط پتلون واغوست او زه به په ۱۴م کال درته د ملا، مجاهد او طالب نوم ورک کړم، بیا به نه بمبار وی او نه وژنه.

فلسطینه!
لنډه به یې درته وایم:
ته څوک یې ؟ زه خو تا نه پیژنم یو وخت ته د مسلمانانو ړومبنۍ قبله وې خو اوس نه یې، یو وخت زه او ته یو وجود ؤ اما اوس هیڅ نه یو، بس خپل کار کوه خپل به کوم.

ګوره چې بیغیرته راته ونه وایې، زه اوس ماډرن، مهذب او روشنفکره مسلمان یم او ټول بشریت یو تن ګڼم، ته چې نن سوځې دا ستا خپله غلطې ده چې پخپله غیږ کې تروریستان او د بشریت دښمنانو ته ځای ورکوې.

ستا د ماشوم خو نن هیڅ ګناه نشته خو هن د سبا تروریست او بشر دښمنه دی، او موږ غواړو چې تروریستان د پیل په نطفه کې خنثا کړو.

ستا د پیغلو نجونو هم نن کومه ګناه نشته خو د سبا لپاره تروریستان زیږوی او موږ د نړۍ مهذب قوم غواړو چې د تروریزم ځالې سر له نن څخه له منځه یوسو.

لنډه دا چې که ته مجرم نه وای نو ۵۳ اسلامی دولتونه او مشران یې، د نړۍ مهذب او بشردوسته هیوادونه، د بین الملل نړیواله منځګړې اداره، د بشرې حقوقو بشرخوښه ټولنه، په زرګونو مدنې ټولنې او په ملیاردو مدنې فعالانو به ته وا ستا په مرسته غږ نه وای پورته کړی ؟!
اوس پوه شوې ‫فلسطینه‬؟؟
لیکوال: اسامه وزیروال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x