شعـــــرونه

د زړګي داغه!/ منصور درمان

منصور درمان
ــــــــــــــــــــ
زۀ پۀ تا یمه  ودان، د زړګي داغه!
تانه ځار، تانه قربان، دزړګي داغه!

حافظه یې د یادونو او انځور یې
تۀ یادګار یې د جانان، د زړګي داغه!

که تۀ ورغېدې زۀ به شم نیمګړی
تاب مې نشته د هجران د زړګي داغه!

ستا ګلاب غوندې ځوانۍ نه الهام اخلم
زۀ د سپین خواږۀ ایمان، د زړګي داغه!

پۀ ښکلا دې د غاټول غوندې راټول دی
زما زړۀ لۀ ټول جهان، د زړګي داغه!

ستا پۀ وصل به یې خپل کړمه لۀ خپلو
ستا د څړیکو هر ارمان، د زړګي داغه!

د منصور درمان د هیلو درمانګر یې،
پۀ ما ګران یې، پۀ ما ګران، د زړګی داغه!

م منصور درمان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x