
عبدالله عبدالله: د سولې تر توافق وروسته پاتې طالب بندیان خلاصېدای شي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل او د هغوی د بندیانو خلاصون د کابل د مذاکراتي ټيم او طالبانو تر منځ د سولې په توافق پورې مشروط دي.
عبدالله عبدالله تېره ورځ په کابل کې د سولې په تړاو رابلل شوې یوې ناستې ته ویلي، چې د طالب بندیانو خلاصون او له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون برخه دي او هغه وخت شونی دی چې طالبان د جمهوریت له مذاکراتي ټيم سره د سولې توافق ته ورسېږي.
عبدالله وړاندې زیاته کړې، چې د سولې اوسنی فرصت باید د نظریاتو د تقابل له امله ضایع نکړل شي؛ ځکه دده له قوله، د سولې د تامین ډېر فرصتونه له منځه تللي دي او له امله یې په افغانستان کې جګړه لا هم له خلکو قربانياخلی.
د عبدالله له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوې او تر څنګ یې په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو هم دوام لري.
د یاد تړون په اساس د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو وروسته باید د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ پیل شي او امریکا هڅه وکړي په ملګرو ملتونو کې طالب مشران له تور لست څخه وباسي.
توافق له چا سره؟ طالبان ټول په سفر وتی دی او چکری وهی. توافق د سولی چی وشی بیا بیا نو نور څه پاتی کیږی هر څه به ښه شی.