شعـــــرونه

دښمن وخوړل کورونه د نفاق/ ضعيف

مولوي عبدالسلام ضعیف

دښمن وخوړل کورونه د نفاق
وروسته پاته هيوادونه د نفاق

کليات د جزئياتو قرباني سوه
بدبختي راوړي فکرونه د نفاق

نه په دين نه په دنيا کې مخ ته تللى
خرابه سوه مسجدونه د نفاق

مدرسه او مکتب دواړه ترينه پاته
چاچې ولوستل درسونه د نفاق

نه پراختيا، نه ابادي پکې کیدای سي
ړنګ او بنګ سوله قصرونه د نفاق

د رقيب سره سيالي کولاى نشي
په ټغر چې وې غمونه د نفاق

تل په فکر کې د مرګ او انتقام وي
حقيقت ګرځې وهمونه د نفاق

د دښمن تر وزر لاندې پنا غواړي
ﻻرې اخلي جلا وروڼه د نفـاق

ټول رازونه يې د بل تر غوږو وځي
سالم نه وي حرمتونه د نفاق

دبدبه يې اثر نه لري په ژوند کې
رسوا کيږي پټ رازونه د نفاق

هسې وچې شاړې ځمکې ترې جوړيږي
ثمر نه لري باغونه د نفـاق

د ليوانو و منګولو ته به لويږي
دا واړه واړه پړکونه د نفـاق

حراست د مال ناموس کوﻻى نسي
سوړې سوړې دېوالونه د نفاق

له يوه ﻻسه ټک نه خيږي يارانو
برمته به شو سرونه د نفاق

د نفاق ګټه هيچا ليدلې نه ده
ليدل کيږي تاوانونه د نفـاق

نتیجه د اثبات نلري په ژوند کې
که قوي هم وې فکرونه د نفاق

ضعیف هرکله د هغه چاخادم دی
ماتوي چې زنځیرونه د نفــاق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x