
روسیې په افغان سولې بهیر کې یوځل بیا طالبانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د امریکا متحدو ایالتونو نوې اداره له طالبانو سره د لاسلیک شوي تړون او له افغانستانه د خپلو عسکرو په ایستلو بیا کتنه کوي، روسیې یوځل بیا طالبانو ته د افغان سولې بهیر کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم د یو لړ ټویټونو په کولو سره ویلي، چې روسیې ته د طالبانو د «سیاسي دفتر» مرستیال حاجي شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ تللي پلاوي د روسیې په بهرنیو چارو وزارت کې د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او بهرنیو چارو وزارت نورو دیپلوماتو سره ګډه ناسته ترسره کړې ده.
نوموړی زیاتوي، په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو د اړیکو ترڅنګ د بین الافغاني مذاکراتو روان بهیر، د دوحې تړون بشپړ تطبیق او نورو اړونده موضوعاتو په هکله دواړو لوریو خپل لید لوري او سلا مشورې سره تبادله کړي او همدغه راز روسیې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره طالبانو ته د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
1/2 نن د ا.ا.ا دسياسي دفتر او د مذاکراتي ټیم مرستیال محترم حاجي شیرمحمد عباس ستانکزي او ور سره پلاوي چې پرون مسکو ته رسيدلی او د روسیې ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د نوموړي معاون او د وزارت خارجه د ځينو نورو ادارو تر منځ د نوموړي هيواد په وزارت خارجه کې ملاقات تر سره شو.
— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) January 28, 2021
د طالبانو د سیاسي دفتر او مذاکراتي پلاوي مرستیال حاجي شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ لوړ پوړی طالب پلاوی په داسې مهال د سیمې او په امنیت شورا کې د ویټو حق لرونکي هېواد روسیې ته سفر کوي، چې د کابل حکومت مشران هڅه کوي په امریکا کې د نوې ادارې په راتګ سره د سولې بهیر ټکنی او بهرني پوځیان په افغانستان کې پاتې کړي.
که څه هم د امریکا متحدو ایالتونو او د کابل حکومت روسیې ته د طالبانو د سیاسي پلاوي د سفر په هکله غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د شنونکو په باور بهرنیو هېوادونو ته د طالب استازو هر سفر د طالبانو سیاسي او نړیوال اعتبار زیاتوي او ترڅنګ یې د کابل حکومت صدمه بلل کیږي.
باید وویل شي چې له تیرو دوه ورځو راهیسې د طالبانو د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړ پوړی هیئت له لاوړاندې د ایران په رسمي بلنه هغه هېواد ته تللی او هلته یې د ایران له لوړ پوړو سیاسي او امنیتي چارواکو سره لیدلي دي.
تیره ورځ د ایران د ملي امنیت مشر علي شمخاني طالب پلاوي سره له کتنې وروسته خپل ټویټ کې ویلي ؤ، چې طالبان لاهم د امریکا په وړاندې مقاومت ته مصصم دي او د ۱۳ کلونو تغذیب او شکنجې ګاللو وروسته لاهم طالب مشران له سیمې څخه د امریکايي حضور د خاتمې هوډ لري.