شعـــــرونه

چنارونه او نښتر مې ډیر خوښیږي/ جمشېد

نسيم جمشېد

‏د منګو شور او ګودر مې ډیر خوښیږي
چنارونه او نښتر مې ډیر خوښیږي

دوه میئن د دیدن وخت پکې پیدا کړي
هغه تک زېړ مازیګر مې ډیر خوښیږي

ده رقیب له اوتو بوتو به ګوښه یې
په فیسبوک کې مسینجر مې ډیر خوښیږي

هیواد ډیر راباندې ګران دی ډېر بې حده
د پامیر د غرونو سر مې ډېر خوښيږي

ته به وایې چې دا ولې دېوانه شو
نو خو څه وکړم دلبر مې ډیر خوښیږي

اوس غمونه دي خوند نه کوي ملګرو
ماشومانو ته اختر مې ډیر خوښیږي

د نسیم ټولو ملګرو ته سلام دی
خو ملګري د سنګر مې ډېر خوښیږي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x