نظــر

ولې په لوی لاس ایران پارول کېږي؟

شفيع اعظم اورياخېل

ټويټر او فیسبوک کې مو د شمال ټلوالې لنډغرو مشرانو او د دوی فاشستو ځوانانو څرګندونو ته پام دی؟
ايران لخوا د طالبانو اړوند ځينو څرګندونو شمال ټلواله سخته وېرولې او دوی دغه ليدنې د طا لبانو او ايران په دوستي او ملګرتيا تعبير کړي.

دوی په سوشیل ميډيا کې يو شور جوړ کړی او ايرانيانو ته د طالبانو له لوري د دوی ډيپلوماټانو وژل او د عمر لخوا تر اصفهانه د دوی ځغلولو پېغور ور يادوي.

شمال ټلواله او د دوی فاشست حلقات د پښتنو سر سخت دوښمنان دي. دوي ته طا لب، اشرف غني، حکمتيار، خلقيان او نور معنی نلري بلکې ټول له يوه مخه د پښتون په نوم د زمکې له سره حذفول غواړي. دوی شل کاله وړاندې د امريکا او ناټو په سوټي د پښتنو مطلق قتل عام ته کار و وایه او تر دې وړاندې یې روسانو سره د پټ پروټوکول له لارې د روسانو له لارې دغې قتل عام باندې زړه یخ کړ.

طالبانو او ايران نږدې کېدلو ته د دوی اندیښنه له دې زاویې ده چې ولې د ايران پر مټ او ملاتړ يوځل بيا د پښتون کشي فرصت له لاسه وځي‌.
تاسې دې نکتې ته پام کړی؟

موږ متاسفانه په داخل او حتا ټوله نړۍ کې هیڅ دوست هيواد نلرو‌. ويل یې ښه ندي خو دا تاريخ حقيقت بايد و ويل شي چې دلته زموږ نور ورونه قامونه په ګاونډ او سيمه کې يو څوک لري چې ملاتړ یې کوي. ايران، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، ترکيه او بل هر يو په موږ کې خاص قام سپورټوي. حتا په کوم پاکستان چې پښتانه تپل کېږي برعکس د هغوی ستراتيژيکه ياري هم له پښتنو نه ډیره دې نورو سره ده. او تاسې د دې ادعا اثبات لپاره که فکر وکړئ ډیرې بېلګې موندلای شئ چې روس خلاف جهاد له بريا وروسته د پراخ نفوس او نفوذ څښتن حکمتيار پرځای رباني ته د حکومت سپارل يو له دغو هڅو باله شي.

هغو ځوانانو ته بېداري پکار ده چې دوی د ټول افغانستان په اړه فکر لري. دا خپل منځي اختلافات او خپلو کې د پښو وهل دې حد اقل د يوې مودې لپاره بس کړل شي. دغو فاشستو او تعصبي کړیو له خوني داړو د دې ملت ژغورل پکار دي. دوی ته اجازه مه ورکوئ چې د خپل تعصبي چلند او قومي جنون له لارې دا وطن يوځل بيا د ګاونډ، سیمې او نړۍ د مردارو لوبو ډګر وګرځوي.

که دوی همداسې پرېښودل شي نو يوځل بيا به د روس خلاف ورکړو زرګونو قربانيو پڅېر د اوسنۍ بريا او قرباني هم په سيند لاهو شي.
دلته بايد ژر سوله او بدلون پداسې شکل راشي چې افغانستان له چټکې سالم او روغ پاتې او ترقياتي مزل ته ادامه ورکړي.

موږ په يوه افغانستان باور لرو او دلته میشت ټول قومونه افغانان او مساوي حقوق لري‌. د دې وطن تاجک، ازبيک، هزاره او ايماق ټول مو ورونه او د قومي ټيکه دارانو له جاله ويستل غواړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ښه ليکنه ده،

عبدالواحد

همت صاحب مافکرکاوه چه ته دقرآنکریم عالم یی داآیات څه وایی: يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ.سوره ۴۹-الحجرات آیات ۱۳-معنی:اۍ خلقوبیشکه موږپیداکړۍ تاسوله یوه سړی اویوی ښځی نه اوجوړمی کړل ستاسوقامونه اوقبیلی دپاره ددی چه تاسویوبل سره وپیژنۍ بیشکه زیات عزتمند دالله په نزدهغه دۍ چه زیات پرهیزګاروی بیشکه الله پوه خبرداردی.نوته چه یوعالم یی په ملک کی قومی نفرت اچوی دیوجاهل څخه څه ګیله موږبایدټول افغانان یوموټۍ اومتحد کو.عبدالواحد اڅګزۍ

رښتينيار

عجيبي سپيني، په ډانګ پېيلي خبري مو کړي دي او ښې مو کړي دي. زما په نظر کوم ملي خاينين چي ځانونه زموږ د تاجکو وروڼو مشران ګڼي نه دا چي د سولي خبري نه ورسره ښايي، بلکي بايد د دوی د ډول ډول جرايمو له امله محکنې ته ور کش سي. داسي مي بد راسي او داسي مي خوا بده سي چي ووينم زموږ دا پاک سپېڅلي اسلامي عالمان د دغو د کابل د پلاوي فاسقو او فاجرو نارينه وو او هغو فاحشو سره ناست وي چي خور يې په کابل کي فاحشه خانې لري. او بل مي زړه… نور لوستل »

عبدالواحد

محترم اوریاخیل صاحب!داسی نده لکه ته چی فکرکوی اختلاف اوجنګ ایډیالوژیکی(عقیدوی)دۍ الله دقومیت په لفظ سخت ناراضه کیږی اشرفغنی ،ترکۍ،حفیظ الله امین،نجیب ګواوداسی ډیرپښتانه ووله پښتنوسره یی څونه ظلمونه وکړل منافقین په آخرت یقین نلری دهرچاپه لاس کی چه ډالروی په هغه پسی ځغلی درنګه یی ځانونه مسلمانان جوړکړی وی لکه سیاف،ګلبدین،ډبل عبدالله اوداسی نورولی باطنی ډول دامریکادډالروغلامان دی پښتانه دافغانستان اصلی قوم اواکثریت دۍ داسی عقیدوی ځوانان لری دآخرت په امیدپه ځانوپوری بمان تړی دنیا په آخرت سوداکوی داعقیده ده نه قوم زماپیاد دی دروسیی په اشغال کی یوه ترکی ځوان ژړل ویل یی زه ولی نسوم شهیداوس هم… نور لوستل »

غ.حضرت

د ګران ورور وریاخیل د لیکنی نیمه برخه د ملی- عاطفی- اخلاقی نظره د منلو وړ او منطقی ده. د یوې مسئلې څخه د ډیرو وطنوالو پام اووښتئ دی او یا ئې په غلطه تعبیر کړېدهیا تعبیروی، هغه مسئله دا ده: فلانۍ ډلی ډلی امریکائیانو ته وویل چی مثلاً پر فلانی ځای ډېر بمونه ولیږی ځکه هلته……. فلانۍ ډلی هندستان ته ویلی دی زموږ یا فلانی کس یا فلانۍ ډلی سره اقتصادی یا نظامی مرسته وکړی. فلانۍ ډلی ایران دېته هڅولئ دی چی د طالب په وړاندی کلک منفی دریځ غوره کړی. فلانۍ ډلی د روس او چین څخه غوښتی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x