نظــر

امارت او جمهوریت د حقیقت او واقعیت ترمنځ

عزیزالرحمن ناصري

سریزه:
د هیواد په تېره نیمه پیړۍ کې چې کومه موضوع په سیاسي او ټولنیزه سطحه د مشرانو، ځوانانو او ولسونو ترمنځ زیاته ښکته او پورته شوه، هغه د حکومت د نظام د ډول او د نظام د مشروعیت موضوع ده، چې بدبختانه همدا روان د نیمې پیړۍ انقلاب هم له همدې موضوع څخه را پیل شوی او لا هم جریان لري، چې پیل یې د شاهي نظام، جمهوریت، کمونستي او اسلامي نظام څخه وشو او دادی اوس د کابل دولت او د طالبانو د تحریک لخوا د قطر په دوحه کې د امارت او جمهوریت په نوم یو له بل سره چنې وهي.

دا په داسې مهال کې چې د افغانستان ټولو ولسونو او ټولو وګړو( نارینه او ښځینه، وړو او زړو، ځوانانو او پیغلو، مطلق اکثریت مسلمانانو او لږکي غیر مسلمانانو- هندوانو او سکانو-) د هیواد په شرق او غرب، شمال او جنوب کې د دې پنځوس کلن انقلاب په اوږدو کې هغه ناخوالې او ناباوره حالتونه ولیدل چې اوس نو دا ملت هیڅکله هم د نظام نوم او ډول ته کوم اهمیت نشي ورکولی او نه ورباندې باور کولی شي.

هو! دا ملت مجبور دی چې نور نو د نظام او حکومت هغه اصلي محتوا او کړنو او د کړنو  کیفیت ته وګوري او په همدې معیار یې ارزوي.

بلکې دا خو د هر ملت او هر انسان اساسي طبیعي حق دی چې د چا په نوم او لباس ونه غولیږي، بلکې له حقیقت او مفیدیت څخه یې ځان خبر کړي.

که څه هم په افغانستان کې داسې قوي ملت شموله سیاسي تنظیم وجود نلري، چې په طبیعي ډول سره له انقلابه مخکې دوره کې راپیدا شوی، لوی شوی او پوخ شوی وي او بیا یې تر اوسه دوام کړی وي، خو آن د سیاسي ګوندونو څخه راښکته سیاسي کړیو، ډلو ټپلو او سیاسي دفترونو او مرکزونو کې هم داسې شخصیتونه  پیدا نشول چې دا مظلوم ملت او بې چاره پرګنې ورباندې د زړه له کومې اعتماد او باور وکړي.

دا ځکه چې دې هیواد کې په ځانګړي ډول سره سیاسي ګوندونه او حکومتي نظامونه دومره بې کاره شوي او رسوا شویدي چې اوس نو هغه یو نیم پاخه او نوموتي شخصیتونه هم نشي کولی چې د داسې ګوندونو، حکومتونو او نظامونو منځ کې مفید او مؤثر څه چې روغ او جوړ پاتې شي، او په رښتیا سره وکولی شي چې هیواد او ملت ته کوم د پام وړ سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي خدمتونه ترسره کړي.

خو له دې ټولو سره سره بیا هم دا بې کاره، رسوا او تپل شوي زور واکه سیاسي مشران او رهبران خپل ځانونه او خپل باداران په یو او بل نوم سره خوشالوي او غواړي چې د خپلو خپرونو او رسنیو له لارې یې د ولسونو او ځوانانو په خوله کې ورکړي، چې پای بیا د همدغه ولس په نوم خپلو غیر واقعي او ناپیژانده اهدافو په سر یو له بل سره نښلي او قومونه او قبیلې یو له بل سره جنګوي.

د پورته ستونزو د حل په پار غواړو چې دې لیکنه کې د اوس مهال له سیاسي وضعیت سره سم، د امارت او جمهوریت په اصطلاحاتو او سیاسي او تاریخي ریشو یو څه بحث وکړو:

امارت:
امارت چې د طالبانو د تحریک شعار او داعیه ده، د همدې تحریک د اصطلاحاتو او افکارو په اساس د طالب له پخواني حکومتي نظام یعنې د افغانستان اسلامي امارت څخه اخیستل شوې کلمه ده، چې مشر یې أمیر المؤمنین بلل کیده.

د طالبانو د تحریک د مؤسسینو او پلویانو د افکارو او ادبیاتو په اساس دا اصطلاح د اسلام د پیل او د صحابه کرامو رضی الله عنهم د دورو د أمیر المؤمنین له اصطلاح څخه متأثره او را اخیستل شوې ګڼل کیږي او مطلب یې داسې بیا نیږي چې ګویا اسلامي امارت یعنې د حکومت اسلامي نظام او اسلامي بڼه ده.

او پدې ډول سره د افغانستان ولسونه چې مطلق اکثریت یې مسلمانان دي پرته له اسلامي نظام، اسلامي حکومت او اسلامي امارت څخه بل انتخاب او بل اختیار نلري.

پرته له شکه چې ریښتینی اسلامي، راشده حکومت هغه که په هر نوم سره وي، د هر مسلمان هیله او آرزو څه چې ایمان او عقیده ده او ټول مسلمانان پردې مکلف دي چې د ریښتیني اسلامي راشده حکومت یا خلافت د تاسیس او را ګرځیدو لپاره کار وکړي.

خو دا هم باید ووایو چې یو هغه تریخ واقعیت او د ټولو مسلمانو ملتونو موجوده حالت، چې یواځې افغانستان نه، بلکې ټوله اسلامي نړۍ پرې له ډېر پخوا څخه اخته ده، د هغه اصلي کیسه داده چې د یو څو مخلصو او دردمنو اسلامپوهانو او اسلامپالو ترڅنګ ډیر زیات مغرض، دنیا پرسته او ناپوهان راټول شي او د اسلام، اسلامي حکومت او اسلامي نظام څخه له هدفه لیرې فقط د شعار او بیرغ استفاده کوي، چې پای یې نتیجه داسې شي لکه دا دوه ځلې چې په افغانستان کې په اصطلاح د جهادیانو او طالبانو دوره کې تجربه شوه او دریم ځل یې د غربي دیموکراتانو سره په ايتلافي شکل کې هم اسلامي جمهوریت تجربه کړ. او دادی یو ځل بیا هم د طالبانو تحریک د امارت تر عنوان لاندې د اسلامي نظام او اسلامي حکومت شعار ورکوي.

دا ځکه چې مسلمان ولسونه له ډیره وخته له پوهې، تعلیم او تربیې، لوړو زده کړو، او اسلامي تخصصي معلوماتو او عامه شننو او بحثونو څخه دومره لرې پاته دي چې اوس نو اکثریت مطلق مسلمانان او زموږ د هیواد نيمچه دین لوستي ځوانان او په اصطلاح نیمچه ملایان اسلام او اسلامي نظام یواځې په نوم او شعار سره پیژني، او یا د تش نوم، شعار، بیرغ او لباس او تبلیغاتو تر اغیز لاندې راځي او فکر کوي چې چا د دوی سپینې ملي جامې واغوستې او د اسلام شعار یې پورته کړ نو بس همدا اسلامي حکومت او اسلامي نظام شو، چې له منلو پرته یې بله لاره نلري، او که یې ونه مني ، نو که کافر نشي ګنهګار خو حتمي دی، ځکه نو هر څه چې وي باید په پټو سترګو یې ومني.

ولې د دې نیمچه دین لوستو ځوانانو او په اصطلاح نیمچه ملایانو سر په دې ندی خلاص شوی چې اسلام له اساس څخه د پټو سترګو او یا د زور، اکراه او جبر دین ندی، دوی لا هم پدې ندي پوه شوي چې د اسلام اساس علم او پوهه ده. اسلام هیڅکله د چا ظاهري لباس، شکل او قواره او تش شعار، یا لافو او دعوو ته هیڅ ارزښت او اهمیت نه ورکوي، بلکې اسلام او قران او الله تعالی د انسانانو کړنو او اعمالو ته ګوري، او د هغوی برنامې  او خدمات ارزوي.

او همدا لامل دی چې د اسلام په پیل کې هم آن د خلافت د لومړي او دویم مشر د القابو ترمنځ په توپیر سره هم کوم مشکل څه چې کوم بحث پیدا نشو، یعنې دا چې ابوبکر صدیق رضی الله عنه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم خیلفه وبلل شو، خو عمر رضی الله عنه بیا أمیر المؤمنین وبلل شو، خو دا چې د نظام محتوا او حقیقت، کړنې ،اعمال او برنامې یې یو شان وې نو تش د نوم بدلولو ورباندې کوم تاثیر ونکړ.

خو وروسته چې د أمویانو او عباسیانو پر وخت بیا هم همدغه د خلافت او امارت یا د خلیفه او أمیرالمؤمنین القاب هر څومره زور واکو د ځان لپاره غوره کړل، خو ملت او د ملت مشران او علما او مجتهدین، لکه امام ابوحنیفه رحمه الله ، امام مالک رحمه الله ، امام شافعی رحمه الله او امام احمد رحمه الله او نور مجتهدین ترې خوښ او خوشاله نه ؤ، او هیڅکله یې هیڅ یو هم دخپل وخت حکومت ته او نظام ته د ریښتینې اسلامي حکومت او نظام یا راشده خلافت په سترګه ونه کتل.

ځکه چې د وخت سیاسیونو او حکمرانانو  د اسلام په برخه کې د خلافت او امارت یا خلیفه او أمیر المؤمنین له تش نوم او شعار څخه استفاده کوله.

په هرحال که د افغانستان په هکله د قطر د دوحې په مذاکراتو کې د امارت پلویان رښتیا هم خپل مشر امیر المؤمنین وګڼي او لکه د راشده خلافت او  یو ریښتیني امیرالمؤمنین په حیث د امیر په ټاکنه او انتخاب کې د هیواد د هر وګړي رایه او نظر واخلي او امیر المؤمنین ځان په ریښتیا سره هم د مؤمنانو له جملې حساب کړي، او پرته له تقوا نور د هیڅ افضلیت دعوه ونکړي، او ریښتیا سره ځان خادم المؤمنین وبلي او د مؤمنانو د ژوند د مصؤنیت او امنیت او ښه کولو لپاره ریښتینې عملي برنامې ولري او د اسلامي اصولو سره سم د ټولو وګړو اساسي حقوق او اساسي آزادیګانې داسې مراعات کړي لکه څرنګه چې د مدینې منورې په تړون کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو، یهودو او بت پرستانو حقوق او آزادیګانې مراعات کړي ؤ، نو بیا خو پرته له شکه چې امارت له جمهوریت څخه غوره او بهتر دی.

ځکه چې له یو خوا به د افغانستان مسلمان ولسونه خپل دیني هدف ته رسیدلی وي او خپل دیني مسؤولیت به یې ادا کړی وي، او د اسلامي نظام او اسلامي حکومت په جوړولو کې به د نړۍ د مسلمانانو او غیر مسلمانانو لپاره یوه بیلګه او نمونه وي.

له بلې خوا به یې د اسلامي او نړیوالو انساني اصولو سره سم خپل هیواد ته سوله او عدالت را ګرځولې وي، هیوادوالو ته به یې امنیت برابر کړی وي او انساني حقوق به یې ورته مراعات کړي وي، بلکې په نړیواله سطحه به له لوړو انساني حقوقو څخه برخورداره شوي وي او یو څه به د ژوند په خوند پوه شوي وي.

خو که خدای ناخواسته د امارت پلویان ونشي کولی د خپل شعار مطابق ریښتیني عادلانه اسلامي نظام سره خپلې کړنې او برنامې برابرې کړي او ونشي کولی چې افغان ولس ته خپل ریښتیني اساسي حقوق او اساسي او طبیعي آزادیګانې تامین کړي، نو دا به یو ځل بیا په ملي او نړیواله سطحه د اسلام او اسلامي نظام د پلویانو یوه ستره ماته او وروسته پاتې والی وي، او داسلام او اسلامي نظام په هکله به یې د هیواد او نړۍ په سطحه د اسلام او اسلامي نظام دوستانو او دښمنانو ته داسې ستر اعتراضونه او داسې سختې پوښتنې ایجاد کړې وي، چې افغاني، اسلامي او نړیوال تاریخ به یې په آسانۍ سره ځواب ورنکړی شي.

جمهوریت:
جمهوریت د لفظي معنی له مخې د حکومتي نظام هغه ډول دی چې د عام ولس په رایه منځ ته راغلی وي، انتخابات پکې ترسره شوي وي او په یو نه یو ډول سره د حکومت ټول لوړ رتبه او ټیټ رتبه کارکوونکي او رهبران ټول د ملت تر نظارت لاندې وي، چې د دې ډول نظامونو ښکاره او مشهور مثال پارلماني نظام او د سیاسي او مدني فعالیتونو، ټولنو او ګوندونو د آزادۍ نظام دی.

خو ښکاره خبر ده چې افغانستان کې آن لومړنی جمهوري دولت چې د سردار داود خان په مشرۍ سره و، هم د کودتا له لارې راغی او بیا د کمونستانو د دورې د افغانستان د خلکو دیموکراتیک جمهوریت خو بیخي د توپ او ټانګ او بمباریو په نتیجه کې او  دادی د یوویشتمې پیړې په پیل کې نوی اسلامي جمهوریت هم د امریکا له لښکرو سره یو ځای راغی.

که څه هم پدې نوي جمهوري دولت کې هر پنځه کاله وروسته د رئیس جمهور د انتخاب او دارنګه د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو انتخابات ترسره کیږي، خو په همدې دوره کې بیا د افغانستان د انتخاباتو جعلکاري او تقلبات بیا هغه موضوع ده چې آن په نړیواله سطحه رسوايي ته ورسیدله.

دا جمهوري نظام چې په شلو کلونو کې یواځنې لاسته راوړنه هم دا بولي چې موږ د طالبانو نظام له تیارو څخه راووتلو او ښځو ته مو حقوق ورکړل، نجونو ته مو مکتبونه جوړ کړل او….

خو که حقیقت ته وکتل شي، نو په دې شل کلنه دوره کې چې کوم کارونه ترسره شوي، او عام المنفعه کومې پروژې تطبیق شوي دي، او کوم خدمات وړاندې شوي دي، او کوم حقوق او آزادیګانې تامین شوې دي، او بیا چې د دغه دولت رهبران او کاري خلک کومې دعوې کوي، نو یو له بل سره ۹۹٪ په تضاد او ټکر کې دي.

د مثال په ډول سره په شل کلونو کې  لږ تر لږه د ریاست جمهوري د انتخاباتو لپاره یو سالم او شفاف نظام جوړ او تطبیق نشو، حد اقل هیڅ انتخابات پخپل وخت ترسره نشول، او په هیڅ دوره کې د انتخاباتو نتایج او د انتخاباتو د کمیسون فیصلې او اعلانات پرته له ګټونکي اعلان شوي طرف نه ، بل هیڅ طرف ونه منلې. تردې چې د داکتر اشرف غني په اوله دوره کې خو په ښکاره ډول سره د امریکا خارجه وزارت پکې مداخله وکړه، او ۵۰، ۵۰ ٪ تقسیمات یې اعلان کړل او د اول او دویم ګروپ ترمنځ توافقنامه هم امضا شوه.

دارنګه د داکتر اشرف غني دویمه دوره انتخابات هم له اولې دورې څخه غوره نه ؤ، او دلته هم هماغه تقسیمات ترسره شول، بلکې بده یې لا دا چې داځل خو رسما په یوه ارګ یوه ورځ او یو ساعت کې دوه رئیس جمهوران اعلان شول او دواړو حلف( قسم ) یاد کړ.

نو کله چې د یو نظام په لومړۍ چوکۍ او ارګ کې دا حال وي، نو نور به د څه شي ارزونې ته اړتیا وي.

اداري او مالي فساد خو دومره ده چې تر اوسه هم په نړیواله سطحه افغانستان د پنځو لومړنیو فاسدو هیوادونو په قطار شتون لري.

بشري حقوق خو اصلا معنی نلري، هر کال په زرګونو انسانان په ناحقه وژل کیږي، البته چې دا شمیره د دولت او مخالفینو ترمنځ دمسلحو جګړو د مرګ ژوبلو څخه جلا دی.

د حکومت قضایی او عدلي نظام کې فساد دومره زیات دی، چې ملت په آسانۍ سره د دولت قضایي او عدلي ارګانونو ته خپل قضایا نه راجع کوي.

تازه د هیواد لومړۍ میرمنې په پارلمان دعوه کړې چې پارلمان د رایو د پلور ځای دی، او که دوی وغواړي او که ونه غواړي هغه وزیران چې پارلمان د اعتماد رایه نده ورکړې هغوی په پخپله چوکۍ کې پاته کیږي او خپلې دندې به پرمخ بیايي.

لنډه دا چې که جمهوریت همداشی وي، کوم څه چې په افغانستان کې تطبیقیږي، نو بیا خو له جمهوریت څخه د خلکو توبه ده.

بیا خو ټول ملت په یوه غږ دا دولت یو نامشروع نظام بولي، بلکې یوڅه داخلي مافیا له نړیوالې مافیا سره یو ځای شوي دي، او دافغانستان ځمکه، هوا او ملت یې برمته کړي دي.

نو که د کابل دولتمداران او د جمهوریت پلویان غواړي چې ریښتیا هم جمهوریت دوام پیدا کړي، نو باید چې په ریښتیا سره ولس ته حق او اخیتار ورکړي، د ولس حقوق او آزادیګانې رعایت کړي، عدالت تطبیق کړي. او هغه څه په لومړیتوب کې ونیسي چې ملت ورته اړیتا لري.

حکومت او پارلمان هر یو پخپل ځای کې پوره واک او صلاحیت ولري، او د هر یو صلاحیتونه او مسؤولیتونه معلوم او څرګند وي. او د نظام د مشروعیت او نظارت په برخه کې دولت د پارلمان او دولس د  ا ستازو هر نظر ته کامل احترام ولري.

نو بیا پدې ډول سره کیدلی شي چې د جمهوریت پلویان ولس ته قناعت ورکړي، د ولس ملاتړ ترلاسه کړي، او د امارت پلویانو ته جواب ورکړي، چې نور نو ملت ستاسې په تشو شعارونو نه غولیږي.

پایله:

په اسلامي شریعت، اسلامي فقه، ملي او نړیوال عرف، او ملي او نړیوالو حقوقو کې ولسونه او وګړي کامل اساسي او طبیعي حقوق او آزادیګانې لري، او د هر حکومتي نظام لومړۍ دنده د عدالت تطبیق او د ټولنیزو خدماتو ترسره کول او تامین کول دي.

او تش شعار ورکول او آبزاري استفاده کول، نه په اسلامي شریعت، نه اسلامي فقه، نه ملي او نړیوال عرف، او نه ملي او نړیوالو حقوقو، په هیڅ یوه کې هم د منلو او قبول وړنده.

نو که د امارت او جمهوریت پلویانو کې هرڅوک له دغو اصولو سره ځان برابر کړي، نو هغه به ګټونکی وي او دملت ملاتړ به له هغوی سره وي.

د سولییز، ودان او پرمختللي افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x