افغانستان

دولتي عسکرو په غزني کې ۸ تنه مسافر «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت په شلګر ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د ملکي خلکو په یو مسافر وړونکي موټر ډزو کې لږ تر لږه ۸ تنه ملکيان «شهیدان» شوي دي.

دا پېښه پرون د چهارشنبې په ورځ د شلګر ولسوالۍ په «ناني» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سیمې خلک وايي، په دغه پېښه کې د خلکو یو عراده شخصي موټر ویجاړ شوی، ۸ تنه مسافر ځای پرځای شهیدان شوي او یو تن په ټپي حالت کې روغتون ته لیږدول شوی دی.

د غزني ولایتي چارواکو تراوسه ددې پېښې په تړاو غبرګون ښودلی نه دی؛ خو طالبانو بیا دغه پېښه غندلې او دا کار یې د ملکي خلکو په وړاندې د دولتي عسکرو یو «نه بښنونکی» جنایت بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

داسې فاجعې ته او ظلم ته غني فاسد څه وایې ؟‌او دا ګوسفندي ملت یې ولې‌ زغمي !!

نجیب

همداتاسی تر هګروله لاسه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x