
د پاکستاني وسله والو مشر «منګل باغ» په یوې چاودنه کې وژل شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي او خلک وايي، چې د پاکستانۍ وسله والې ډلې (لښکر اسلام) مشر «منګل باغ» د ماین په یوې چاودنه کې خپل ژوند بایللی دی.
دا پېښه نن د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ «باندر» درې په «څیړۍ کڅ» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي، منګل باغ د خپل زوی کور ته ورغلی ؤ، چې د بیرته راوتلو پروخت د کور دوازه کې ورباندې چاودنه شوې او پایله کې یې نوموړی له خپلې یوې ۱۲ کلنې لور او څو ساتونکو سره یوځای وژل شوی دی.
د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل هم د منګل باغ وژل کېدل تایید کړي او زیاتوي چې له نوموړي سره یې دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.
باید وویل شي چې تردې وړاندې هم څو ځله د منګل باغ د وژلو خبرونه ورکړل شوي وو، چې بیا وروسته ناسم وختل.
منګل باغ چې شاوخوا ۵۰ کاله عمر لري د خیبرپښتونخوا قبایلي سیمې «تیراه» اوسېدونکی او په قوم افریدی «زخه خیل» دی، له ۲۰۰۶م کال راهیسې د «لښکر اسلام» په نوم د ناقانونه وسله والې ډلې مشري کوي، پر نوموړي تور دی چې د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو کې له مختلفو وسله والو ګروپونو او د مخدره توکو له قاچاق کوونکو ډلو سره وخت په وخت ائتلافونه ددې لپاره کوي چې په سیمه کې د مخدره توکو د قاچاق یوازیني ملاتړي په توګه پاتې شي او خپل عواید زیات کړي.
نوموړی د خپل اووښتونکي عادت له مخې یوځل د تحریک طالبان پاکستان سره اتحاد وکړ، وروسته یې دداعش جګړه مارو سره پټ تړون وکړ، همدغه راز یې په اچین ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد له حکومت پلوه ملیشو(اربکیانو) سره هم تړونونه کړي وو.
ټول ترهګر د اسلام له نوم څخه استفاده کوی الله دی دوی د پښتنو له سیمو ټول ورک کړی.